نظــر

ټرمپ دې د بمونو د مور عزت وساتي

خالد افغان زوی

له ماښام راهیسې خبر دی وایي د امریکا د نوي مشر ټرامپ په مستقیم فرمان امریکایي الوتکې د ننګرهار په ماموند دره کې یو بم غورځولی چې (د ټولو بمونو مور) یې نوم دی. دې نوم راته د جلال اباد ښار د هغه نسوار فروش د دوکان لوحه را یاده کړه چې پرې لیکلي یې و ( ایټم بم نسوار. د ټولو نسوارو پلار)

د ټرامپ د بم په اړه رسنۍ وایي چې له ایټم بم را لاندې تر ټولو قوي بم دی.څه کم لس ټنه وزن لري او یو بم یې شپاړس ملیون ډالره قیمت لري.د دې بم په اړه د امریکایي رسنیو له منظمو تبلیغاتو داسې ښکاري چې په اصل کې دغه بم د جنګي اهدافو لپاره نه، بلکې د سیاسي او تبلیغاتي اهدافو لپاره کارول شوی وي. ټرامپ د افغانستان په اړه او له طالبانو سره د تعامل په مسئله کې په دوو کې حیران دی. دا چې دغه دروند بم یې په داعش کارولی داسې ښکاري لکه په دې سره چې غواړي طالبانو ته خپل زور او غوسه ښکاره کړې. بل اړخ ته په ماسکو کې له امریکا پرته د نړۍ او سیمې د تاثیرګذارو هیوادونو غونډه هم روانه ده. ټرامپ د غونډې په شپه د درانه بم په درز او بیا رسنیز انعکاس سره هڅه کوې ددې مهم کانفرانس مطبوعاتي انګازه پیکه کړي. په هر حال.

که د ټرامپ مطلب دا وي چې موږ په دغه ډول بمونو وویروي نو زه به یوه شیبه زموږ او بمونو تر منځ د مناسبت له داستانه حکایت ورته وکړم.نو ښاغلی بموال ټرامپ صاب!

موږ او بمونه خورا سره شناخته یو. موږ د خپل پنځه زره کلن تاریخ دری زره کلونه په جنګونو کې تیره کړې، ښایې د وسلو د تاریخ داسې وسله نه وي چې موږ د خپلو سینو په سپر نه وې پڅه کړې. کله چې باروت او بمونه د جنګ افزار شول نو بیا هم تر ټولو ډیر په موږ وکاریدل. دا وروستي څلویښت کاله خو موږ او بمونه بیخي سره شناخته شوو، دومره شناخته چې لال پاچا ازمون شاعر مو وویل :

دومره پاخه یو او بلد یو له مرمیو سره
چې چیرته ډز شي نو وسله مو ماشومان پیژنې

رښتیا هم په موږ د روسانو له ناپال بمونو رانیولې بیا ستاسو دبمونو تر مور پورې هر ډول بمونه وکاریدل.د روس ضد جګړې په مهال زموږ ماشومان له بمونو سره دومره بلد وو چې توغندی یا بم به په هوا کې و او دوی به پسې منډې وهلې چې له لګیدو وروسته یې کباړ را ټول کړي. زموږ په هر کلي کې اوس هم د روسي بمونو ژورې کندې موجودي دي، ځینې خو یې دومره ژورې دې چې اوبه یې کړې او خلک ورباندې مالونه اوبوي خو کومې کندې چې وچې دي کلیوال په کې صحرا ګشت ته تیریږي چې دا ستاسو په شان د روسي یرغلګرو په بمونو پورې زموږ د قام یو ډیر معنادار پوسخند دی.

نو که غواړي چې افغانان دې د خپلې پوځي ټیکنالوژۍ د اعلي تولید په کنده کې درته جواب چای وکړي نو د بمونو میندې را وروه، کنه له دې پرته د بلې نتیجې تمه مه ساته.بله خبره دا چې تر تا وړاندې هم په دې خاوره تردې لا خطرناک بمونه کارول شوي دي.کیمیاوي او سږي چاودونکي زهري بمونه کارول شوي دي مګر د جنګ معادله یې نه ده بدله کړې.

د افغانستان معضله پوځي حل نلري او ددې مدعا ښکاره دلیل په تیرو پنځلسو کلونو کې ستاسو پوځي پالیسۍ او کوښښونه دي.نو که غواړي د افغانستان ل ستومانۍ ځان خلاص کړې د بمونو د مور په ځای د عقل له زامنو سره مشوره وکړه، کیدای شي یوه د حل لاره په لاس درکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x