افغانستان

همایون: د امریکا پالیسي په افغانستان کې د دوستۍ نه ده

د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رئیس، ښاغلي همایون همایون طلوع نیوز سره د ستراتیژیک تړون په باب بحث کې وویل، چې امریکایان موږ د خپلو موخو لپاره قربانوي. ده زیاته کړه، چې ښاغلی کرزی له ننه لاس کاله وروسته افغانستان ته ګوري، تر څو امنیت او سوله وي.

همایون همایون وویل، چې په منځني ختیځ کې په اکثرو هېوادونو کې امریکا ناامنيو ته لمن وهي. د ولسي جرګې دې غړي تور پورې کړ، چې د ډاکټر نجیب رژیم چې یو منظم حکومت و، امریکایانو ړنګ کړ.

ده زیاته کړه، که امریکایان له افغانستانه ووتل موږ له لوږې نه مړه کېږو.

ښاغلي همایون د بحث په پای کې وویل، د کرزي په ګډون که هر راتلونکی ولسمشر له امریکایانو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي لوی خاین به وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x