افغانستان

د ټولو بمونو مور په ننګرهار ۳۶ داعشيان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وری، ۱۳۹۶):   د تېرې يوې مياشتې راهيسې د هېواد په ختيځ ننګرهار کې ملي اردو او امريکايي پوځيانو د داعش پر ضد دوه ځله د عملياتو اعلان وکړ.

تېره مياشت ختيځ کې د ملي اردو له لوري د ننګرهار په کوټ، اچين او ورته نورو ولسواليو کې د داعش پر ضد د شاهين پنځه ويش په نوم عمليات پيل شوي وو، چې د دوو اونيو په اوږدو کې به هره ورځ امنيتي منسوبينو د شل او څلوېښتو ترمنځ د داعشيانو د وژلو ادعا کوله.

تېره اوونۍ يو ځل بيا د ګډو ځواکونو له لوري ختيځ کې د داعش پر ضد عمليات پيل شول، چې هره ورځ د لسګونو داعشيانو د وژلو ادعا کېږي.

د امريکا دفاع وزارت پنټاګون ويلي، چې تېره شپه يې د اچين په مامند درې سيمه کې د داعش پر مرکز ۲۱ زره پاونډه وزني لرونکی بم غورځولی دی.

د نړۍ په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې امريکا د جګړې په ډګر کې دومره ستر ويجاړونکی بم غورځولی دی.

امريکايي چارواکي وايي، چې دغه بريد کې يې د داعش مرکزونه نړولي او شپږ دېرش داعش وسله‌ وال يې وژلي دي.

د دغه بم ويجاړونکی غږ د خوږياڼو او نورو ولسواليو تر لرې پرته سيمو هم رسېدلی دی.

د انډيپيندينټ ورځپاڼې خبريال بلال سروري په خپل ټويټر کې د اچين د يوه اوسېدونکي له خولې ليکلي: «زموږ کور د د بم سيمې ته نژدې و، زموږ کورونه يې نړولي، غواګانې او د کور هر څه د امريکا په بمبار کې ويجاړ شوي دي.»

د ګډ حکومت چارواکو ويلي، چې دغه بريد د دوی مشوره شوی او په وينا يې د داعش مرکزونه په کې نړول شوي دي.

د ټولنيزو شبکو فعالانو دغه بريد غندلی او امريکا يې د ټولوژونکو وسلو په ازمايښت تورنه کړې ده.

د څارونکو په وينا، چې امريکا او ګډ حکومت هره ورځ د لسګونو داعشيانو د وژلو ادعا کوي، نو دومره ستر بم کارولو ته يې څه اړتيا وه، چې يوازې شپږ دېرش داعشيان په کې وژل شوي دي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند د اچين د بريد په اړه حکومتي چوپتيا په سختو ټکو غندلې او ګډ حکومت يې «غلام ابن غلام» بللی دی.

د کابل يو بل مدني فعال خيرالله شينواري ليکلي، چې امريکا دا بريد په داسې حال کې کړی، چې نن مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه روانه ده او امريکا په دغه ناسته کې له ګډونه انکار کړی دی.

شينواری وايي: «په دغسې يو حساس وخت کې داسې ويجاړونکی بريد  او  د مسکو ناستې په تړاو د غربي رسنيو قوي انعکاس ټول سره تړلي دي.»

د ټولنيزو شبکو مخکښ فعال عبدالحنان همت ليکلي: بيګا د اچين پر خلکو  قيامت تېر شو او « صلاح الدين رباني دې د خپل پلار قبر ته ورشي، چې د غټو بمونو ارمان يې پوره شو.»

د جانان خدرخېل په نوم يو بل فيسبوکي فعال ليکلي، که امريکا په رښتيا هم  له داعش سره دښمني کوي، نو بم به يې په عراق کې د داعش پر اصلي مرکز غورځولی و.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ويلي، چې دغه ډول بمونه کارول د ترهګرو پر ضد نه، بلکې د خپلو ټولوژونکو وسلو د ازمېښت بهانه ده او ټول افغانان بايد په ګډه د امريکايانو د بريدونو مخنيوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا سمه ده ، چه امریکا د وزلو ماشین جوړ شوی ، هغه پخوانی بین المللی مافیی د نشه توکو او نورو جرایمو په تر سره کولو او غیر اخلاقی کړنو ، غلاوو او درغلیو په ترسره کولو د نړی لوی سرمایدران جوړ شوی ، چه له امله یی د نړی او په ځانګړی ډول د امریکا سیاسی ، نظامی او مالی قدرت ترلاسه کړی زړه یی د ی چه ټول مظلوم بشریت غلامان او یا مهوه کړی د همدغه امله د سپټمبر د فاجعی په رامنځته کولو کله په یوه او کله په بل هیواد یرغل کوی میدیا او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x