نظــر

د بمونو مور!

بخت الرحمن بخت

د بمونو د مور په نوم بم چې تیره ورځ امریکايې ځواکونو د ننګرهار اچین وسلوالي کې وغورځاوه، له ایټمي وسلو څخه وروسته د امریکا د فوځ تر ټولو زوروره وسله ده، او د ۲۰۰۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د امریکا د فلوریډا ایالت جنګي هوايی اډه کې وازمویل شو، او د دوهم ځل لپاره بیا د همدغه کال د نومبر په میاشت وازمویل شو.

دغه بم چې ورکې اته زره (۸۰۰۰ ) کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ځاي پرځاي شوي تریو مربع کیلومیتر پوري ساحه تخریبه وي او دښمن له منځه وړي.

د بمونو د مور په نوم د بم د چاودیدلو قوت له ۱۱ ټنه ((TNT په نوم چاودیدونکو موادو له قوت سره برابرده،) دغه بم چې کوم ځاي باندي ولویږي تر یوه مربع کیلومیتر سیمه کې اکسیجن له منځه وړي او د دغي سیمي هوا په اور او لمبو بدلوي، او دښمن يی هغه ځاي کې استعمالوي چیري چې عام بمونه کارنشي کولای.

پر عراق د امریکا د برید پر وخت دغه بم ډيزائن شوی او جوړ شوی، او د امریکا د هوايی ځواکونو د وسلو په لابراتوار کې د «البرټ ایل ویمورسټ» لخوا تصور شوی، پر عراق باندي د امریکا د پخواني ولسمشر بوش له لوري دغه هیواد باندي د برید تکمیل کیدونکي وسله بلل شوې خو هلته استعمال نه شو.

تر ۲۰۰۷ میلادي کال پوري دا په نړۍ کې تر ټولو ستر بم بلل کیدی، خو په ۲۰۰۷ کال کې بیا روسانو د بمانو د پلار په نوم بم جوړ کړ، چې قوت او طاقت يی دبمانو دمور په پرتله زیات و.

د بمونو د مور په نوم د بم تصور او خیال دامریکا د هوايی ځواکونو د وسلو له (BLU ډیزي کټر) بمونو څخه سرچینه اخلي، «بي ايل يو ډیزي کټر» بمونه د امریکا ویټنام جنګ پر وخت د دغه هیواد ګڼو ځنګلونو له منځه وړلو او سیمه لوڅولو کې استعمال شوی او همدارنګه په ۲۰۰۰ پیړۍ کې د عراق کویټ د جنګ پر وخت د دښمن د ویرولو او تسلیمولو لپاره د امریکا هوايې ځواکونو استعمال کړی، د بمونو مور له ډيزي کټر څخه وروسته جوړ شوی او د امریکا د هوايي ځواکونو په تاریخ کې تر ټولو زورور بم دی چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په خاوره کې کار ځیني واخیست او ویل کیږي چې د امریکا هوايي ځواکونه تر ډيري کچې پوري دغه بم د دښمن د ویرولو او وارخطا کولو لپاره استعمالوي.

خو کله چې د روسانو له لوري د بمونو د پلار په نوم بم جوړ شو، دغه بم د امریکایانو د بم غرور مات کړ، ځکه چې د روسانو بم د امریکایانو د بم په مقابل کې ډير ستر ده او ډېره سیمه ویجاړوي، او همدارنګه ددې تر څنګ چې ډير ستر او لوي بم ده، د امریکا د بمونو د مور په نوم د بم په څير ځیرک هم ده چې دقیقه نښه ولي او له سپوږمکۍ څخه کنټرولیږي، که څه هم روسانو له پخوا څخه ډېر ستر بمان درلودو، د الوتکو په واسطه به يی له اسمانه څخه د ډبرو په څېر راغورځول، خو دغه بم له دې سره سره چې نړۍ کې تر ټولو ستر او لوي بم دی ورسره همهاله ځيرک او رهنمايي شوی هم دی.

یوې خبرې ته مو باید پام وي، چې د امریکا جنګي تاریخ ته که ځیر شو، دا به د لمر په څېر روښانه شي چې امریکایانو همېشه د خپل حتمي شکست او ماتې پر وخت د دښمن په مقابل کې تر ټولو طاقتوره وسله استعمال کړې، د دوهم نړیوال جنګ پر مهال چې کله په دې پوه سو چې نور مو شکست او ماتې حتمي ده، پر جاپان يې ایټمي بمونه وغورځول، د ویټنام د جنګ پر وخت چې کله ورته مالومه شوه چې نور دغه جنګ امریکا نشي ګټلی هلته يې د هغه وخت لوي او ستر بمان (ډیزي کټر) څخه د ویتنامیانو په مقابل کې کار واخیست.

د بمونو د مور له استعمال څخه داسي مالومیږي چې نور امریکایان د افغانستان له جنګ څخه ستړي شوي، غواړي چې نور په څه ډول له دغه هیواده پښې سپکې کړي، او د خپل هیواد وګړو د اعتراض او سوال په مقابل کې هم یوه د وړو کږه وږه پزه جوړه کړي، نو يې افغانانو باندي د نړۍ طاقتور او سوځونکي بمان غورځول پیل کړو، یو څو به وغورځوي او وروسته به دماتې په صورت کې په ټیټو سترګو له دغه نه ماتیدونکي او نه تسخیرېدونکي هیواد څخه وزي، او د خپل هیواد ولس ته به ووایي چې د امریکا تر ټولو ستره او زوروره وسله مو هم استعمال کړه خو ګټه يې ونکړه ، ځکه مو پښې سپکې او افغانستان مو افغانانو ته پرېښودی – ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x