مشرف: د امریکا غلطي پالیسي طالبان را ژوندي کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وری، ۱۳۹۶): د پاکستان پخواني پوځي مشر او دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف په امریکا کې د یوه کانفرانس پر مهال ویلي چې په ۲۰۰۱ کې طالبانو ماتې خوړلې وه، خو د امریکایانو د غلطو پالیسیو له امله هغوی یو ځل بیا منظم او په مقاومت یې پیل وکړ.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نسکورولو وروسته امریکا ته په کار وه چې خپله دغه پوځي بریا په سیاسي بریا بدله کړي، خو دوی ونه توانېدل چې داسي وکړي او له همدې وجې نن طالبان په افغانستان کې منظم او قوي دي.

نوموړي زیاته کړه: په افغانستان کې د طالبانو وروسته حکومت کې تر یوه نیم کاله پوري خلا موجوده وه، سربېره پر هغه د افغانستان د اکثریت پښتنو سره امتیازي سلوک وسو او هغوی ته په حکومت کې هغه سي ونډه ورنه کړل شوه لکه څرنګه چې تمه وه، چې له امله یې طالبانو له دغه تشې څخه په استفادې ځانونه منظم او یو ځل بیا په مقاومت لاس پوري کړ.

پرویز مشرف د امریکا په میرلانډ ایالت کې د «جون هوپکنز» په پوهنتون کې د پاکستان په اړه په یوه کانفرانس کې دغه وینا کړې.

نوموړي ویلي: «امریکا ته په کار وه چې نظامي بریا په سیاسي بریا بدله کړي».

امریکا ته په کار وه چې په افغانستان کې يې په قومي تناسب متوازن حکومت جوړ کړی وای، پښتانه چې د افغانستان اکثریت دی، هغوی ته په حکومت کې برخه نه وه ورکول شوې.

په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو اوږده ۱۶ کلنه جګړه د نړیوالو کارپوهانو او علمي مرکزونو له لوري شکست بلل کیږي او د همدې شکست د څیړلو په موخه علمي کانفرانسونه جوړیږي او د شکست اسباب څیړل کیږي تر څو معلومه شي چې ستونزه چیري وه، په دغه کانفرانسونه کې د هغه وخت ولسمشران او د جګپوړي چارواکې ګډون کوي او خپل نظریات څرګندوي چې په همدې موخه د واشنګټن په فکري او علمي مرکزونو کې د پرویز مشرف ویناوو او نظر ته ځانګړې پاملرنه کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

به اسلامی هیوادو کی تر اتاترک وروسته لوی دوس ، بی شرف ، ملحد او غلام مشرف دی . کله چه یی د امریکایانو به دستور فرمایشی کودتا وکړه یعنی نواز بی شرف غلام ته وویل شول چه سیمی ته د نړیوال یهودی استعمار جنګ راروان دی لمړی برخه یی افغانستان او پاکستان پلان کی لری د دی پروسی د پاره نظامی کس لکه مشرف دوس ته اړه ده هغه یی سعودی ته ولیږو او مشرف یی پاچا کړو ، باکستان د انګریزانو مستعمره دی د لوړو پوړو جارواکو مقری او برطرفی د انګریزی او امریکایی یهودانو لاس کی ده… نور لوستل »