افغانستان

طالبان: مور بم د اشغالګرو «وحشت» په ډاګه کوي او د «جهاد» داعیه تاییدوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وري، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې امریکایانو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له اټوم بم وروسته تر ټولو ستر بم وغورځاوه، طالبانو ويلي چې پردي ځواکونه په هیڅ دلیل او پلمه دا حق نه لري چې زمونږ په هیواد کې په دومره وحشت سره چاودنې وکړي، سیمې بمبار کړي او افغانان ووژني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بمونو مور نړیوالو ته د «امریکايي اشغالګرو» زیاتیدونکی وحشت په ډاګه کوي او هغه شعارونه یې رسوا کوي چې ګویا امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د مشورو او روزلو لپاره پراته دي.

«دا چې امریکایانو ویلي وو په افغانستان کې يې اوسنی ماموریت د مشورې ورکولو او روزلو پورې محدود دی او بیا زموږ په خاوره باندې د مشورو په مهال تر ۱۰۰۰۰ کیلو وزن لرونکي بمونه ازمویې، دا کار د افغانانو د آزادۍ غوښتلو او جهاد داعیه تاييدوي او دا خبره روښانه کوي چې د اشغالګرو په وړاندې باید پریکنده دريځ غوره کړل شي او نور د هغو په غولونکو شعارونو او پروسو باندې باور ونشي».

ښاغلی مجاهد د بهرنیانو لخوا په هیواد کې د هر ډول وسلو استعمال او بیا په دومره وحشت سره چاودنې په هيڅ صورت د توجیه وړ نه بولي او مطلق ظلم او تیری یې ګڼي.

نوموړی وايي چې په افغانستان کې د داعشي پدیدې ورکول او مخنیوی «د افغانانو کار دی، نه د پردیو اشغالګرو». هغه زیاته کړې چې امریکا له دې عمل نه د داعش په ګټه تبلیغاتي او نمایشي استفاده کوي او دغې پدیدې ته حیثیت او اهمیت ورکوي.

د طالبانو اعلامیه لیکي چې امریکایان د هغو ادعاوو، چې ګویا داعش له مینځه وړي، برعکس په افغانستان کې د دغې پدیدې د ملاتړ او تقویې لپاره کار کوي. د ښاغلي مجاهد په وینا، طالبانو درې ځلې په ننګرهار کې د داعش جنګیالي د بشپړ ختمیدو تر حده ځپلي، خو په پای کې امریکايي الوتکو په طالبانو دروند بمبار کړی او داعشي جنګیالي یې ژغورلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ځواکونو لخوا په افغانستان کې د مور بم استعمال «ستر جنایت» او عاملین یې «نړیوال جنایتکاران» بللي دي.

نوموړي باور څرګند کړی چې په هیواد کې د درنو وسلو استعمال او ویجاړوونکي بمبارونه نه یوازې دا چې د مسئلې حل نه دی، بلکې په ولس کې انتقامي جذبه راپاروي او په خبره یې، د بهرنیو تجاوزګرو ظالمه څېره نوره هم روښانه او برجسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

داعش د امریکا پروژه ، د خلافت ، اسلام او اسلامی نظام او په ټوله کی د مسلمانانو او مجاهدینو د بدنامولو او تعقیبولو د پاره یی رامنځته کړی . که د امریکا د پاره لکه د سپټمبر د یوولسمی فاجعی په شان دا هم ومنو چه داعش د امریکایی ، انګریزی او نړیوال یهودانو په مقابل کی په عراق او سوریه کی نظامی پاځون کړی ، نو دغه ډول لوی بمونو غورځول خو په موصل کی د غورځولو جوګه وو چه زیات شمیر داغشیان به یی سمدلاسه له منځه وړی وی په ننګرهار او هغه هم په یوه ولسوالی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x