
په اسلام اباد کي د افغانستان د سولي او مصالحت لپاره کانفرانس – انځورونه 2014-1-28
تیره ورځ په اسلام اباد کي د افغانستان په اړه د جماعت اسلامي لخوا یو کانفرانس جوړ شو، چي په کښي د پاکستان او افغانستان څخه د مختلفو ګوندونو مشرانو او د سولي لپاره فعالو چارواکو او اشخاصو ګډون درلود.
په دې کانفرانس کي مختلفو شخصیتونو د افغانستان څخه د 2014 کال وروسته د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان پر حالت، د سولي پر پروسې او اړوندو موضوعاتو رڼا واچوله.
ددې کانفرانس یو څو انځورونه په لاندي ډول دي:
د افغانستان پخوانی صدر اعظم: انجينر احمد شاه، د حزب اسلامي د سياسي کميټې مشر غيرت بهير او سیاسي مبصر او د سولي لپاره فعال استاد محمد زمان مزمل
د جمعیت علماء اسلام (س) مشر : مولانا سميع الحق د وينا پر مهال.
د افغانستان او پاکستان له اړخه د سولي لپاره ښځينه فعالاني
دا کانفرانس د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند د قاضي حسین احمد په یاد جوړ شوي نړیوالي مؤسسې له خوا جوړ شوی وو.
د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن هم په کانفرانس کي د وينا پر مهال.
د جماعت اسلامي ګوند مشر منور حسن