
سترګې/ مسلم يار
مسلم يار
پرېږده چې ښه پاکې شي
سترګې مې نمناکې شي
خدايه ستا په مينه کې
مړې دې شي دردناکې شي
ښکلو ته چې وګوري
بيا نو شرمناکې شي
اوښکې چې راتوى شي ترې
ډېرې مينه ناکې شي
هر چاته به نه ګورې
هسې نه چالاکې شي
اوښکو خفه کېږئ مه
سترګې به خپلواکې شي
پام کړه{مسلم ياره} ډېر
هسې نه بې واکې شي