ادبي لیکني

چنار/ محمد علي عمري

محمدعلي عمري

هاغه دنګ چنارخو وينې چي په دې ټکنده غرمه کې یې خپله اوږده او سړه سايه غزولې ده او له ډېره وياړه دهواپه نرمه څپه کې خپل سر يوځل یوې خواته کوږ کړي اوبيا بلې خواته.

داچنار سل کاله وړاندې ستا نيکه دلته پردې لارباندې کښېناوو او دغه ده يوه پيړۍ باندې تيريږي خو ددې چنار په برکت سره ستا د نيکه نوم ژوندی دی او خلګ دا چنار ستا ونيکه سفرخان اکا ته منسوبوي

هو يواځې ستا دنيکه نوم نه دی ژوندی بلکه دا ستا دنيکه دپاره يوه صدقه جاريه هم ده.

څومره ډير مسافر ددې چنارترسړه سايه لاندې دمه کوي اودچنار څنګ ته ددې سړې چينې اوبه څښي .

هغه ستړی او تږی لاروی چي له ليري خپل ګامونه ددې چنار پرلوري د ارام کولو دپاره راواخلي ستا دنيکه روح به په قبرکې څومره خوښ او وياړي.

کله چي تږی اوستړی لاروی دې زاړه چنار ته راورسیږي او دخپل سفر غوټه له خپلواوږو څخه وغورځوي روانواوبواو دچناردې سړي سايې ته وګوري او ووايي خداي دې خيرورکړي چي دا چنار به چا دلته لګولی وي. آيا له ستړيا او تندې څخه داډکه دعا به خداي نکړي قبوله؟

هوداچنارنورخپل ځواک له لاسه ورکړی دی ددغه ژوند بس دغومره وو دخپل ژوند يوه پیړۍ یې راووهله نورددې وس نه لري چي په خپلو سړو پاڼو سره داسايه سړه وساتي ستادنيکه روح اوس دېته انتظار کوي، چي ته یې له څنګ سره يوتازه او نوی چنارکښېنوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x