افغانستان

غزني: طالبانو د سپیشل فورس قومندان لښکر خان چي په سور مشهور وو، د مرستیال سره وژلی

نن ټکی آسیا: نن د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کي د ملي اردو په یوه پوسته باندي د طالبانو له خوا سرتیری برید تر سره شو، چي له کبله یې د ځايي چارواکو په وینا د ملي اردو دوه تنه عسکر مړه او یو ټپي شو.

د غزني ولایت د والي مرستیال محمد علي احمدي چي د پيښي تصدیق یی هم کړی، ویلي چي پيښه نن د چهار شنبې په ورځ ماسپښين د قره باغ په ولسوالۍ کي را منځته شول. نوموړي ددوه عسکرو مړینه او یوه بل ټپي کیدل ومنل.

بل خوا د غزني والي موسی خان اکبرزاده هم د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي په چاودنه کي یو شمېر پولیس هم وژلي، خو نوموړي د د هغوی کره شمېر نه دی ذکر کړی.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکی اسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي : نن غرمه مهال د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په عسکرکوټ سیمه کې د مزدورو عسکرو د سپيشل فورس قرارګاه قومندان لښکرخان چې په سور مشهور وو له خپل مرستیال او ۴ساتونکو سره په فدايي برید کې  قتل شو.

قومندان سور چې په اصل کې د کندهار ولايت اوسيدونکی وو، امريکايانو ته خورا نيږدې کس وو، حتی په ډيرو شپنيو چاپوکې يې له امریکايانو سره ونډه اخیسته او ملت په ځورونه کې يې خاص مهارت درلود.

هغه زیاته کړه چي په دې برید کي: پخپله سور ، مرستيال او څلور ساتونکي ېې ځای په ځای قتل او د خپلو ظالمانه کړنو په سزا ورسیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x