افغانستان

سينيګال کې د تبليغي اجتماع پر مهال اور لګېدو ۲۲ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وري، ۱۳۹۶): د افريقا په سينيګال هېواد کې د تبليغي اجتماع په مهال د اور لګېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.

د سينيګال ګوناس ښار کې د مسلمانانو درې ورځنۍ غونډه وه، چې د راغلو مېملنو په خيمو کې ناببره اور ولګېد او د توندې هوا له امله د اور لمبې نورو خېمو ته هم ورسېدې.

د اور له امله غونډه کې ګډوډي پېښه شوه، د پېښې قربانيانو ته مرستې رسول له ستونزو ډک و.

د روغتون چارواکي وايي، چې پېښه کې دوه ويشت کسان وژل شوي، د شاوخوا شلو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د وژل شوو کسانو شمېر نور هم زيات شي.

د سينيګال ولسمشر ميکې سال له زيانمو کسانو سره خپله خواخوږي ښوولې او طبي ډلو ته يې لارښوونه کړې، چې د پېښې د قربانيانو هر ډول مرستې وکړي.

سينيګال کې هر کال د افريقايي هېوادونو مسلمانان په ديني او اصلاحي موضوعاتو غونډې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطان صالحی له قزوینه سخه

یووارخو کمو نستانو داخاوره په روسانو خرسه کره دهغوی بربریت مو هم وه لیدی داوا رسیکولر ستانو داخاوره په فر عونیا نو صلیب یانو خرسه کری ده اوس نو ده صلیب فر عونیانو بربریتو نه هره ورز وینو کمونسیت تمر اویانور سیکولریست نوکران ده استقبال له پاره جلال آبادته ورزی چه ددوی پلار اوستر بادارئ سه گلان ورته شیندلی دی اودا ددعلماشورا چه را غوند شوی وه دمولانا فضل الرحمان په باره کشی بیانیی ورکوی زه دهغوی طرف دار ی هم نه کوم زکه چه زه یو فرد ده افرادویم الحمد لله چه یو عادی فردیم چه دخپل زان جواب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x