افغانستان

جهادي او علمي شخصیت شیخ الحدیث والتفسیر عبد الله ذاکري د ۸۴ کالو په عمر په شهادت ورسید

په ډیره خوشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ددرو لسیزو پیاوړی جهادي او علمي شخصیت شیخ الحدیث والتفسیر عبد الله ذاکري په ډيره ناځونمردانه ډول د کوټي ښار په سبزل روډ کي د یوي ترورستي حملي له کبله د۸۴ کالو په عمر په شهادت ورسید .

انا لله وانا الیه راجعون

شیخ عبدالله ذاکري د منطقي په کچه یو ستر علمي، روحاني او جهادي هستي وه چې داسلام او جهاد د دښمنانو لخوا په داسې حال کي په شهادت ورسید چي نن ماپښین یې په خپل مسجد کي دده په امامت لمونځ ورکړی وو او د سنتو ادا کولو لپاره کورته روان وو چي د دین دښمن په همدې حالت کي د مسجد په صحن کي ډزی پر کړي او په همدې ځای کي سمدلاسه په شهادت رسیدلی دی .

دیادولو وړ ده چې شیخ صیب تیر ما خستن زامنو ته وصیت هم کړی وو.

همدا اوس دده زوی عبد الکریم اغا راته وویل چي نوموړي په وصیت کي موږ ته وویل چي که زه شهید شوم زما په قاتلانو پسي به نه ګرزئ زما قاتلان به ضرور امریکایان او د هغوۍ اجیران وي، او بل ما به دلته په کوټه کي خاورو ته سپارئ.

شیخ صیب په لسګونو رسالي کتابونه ددین او اسلامي سیاست په اړه لیکلي وو چي یو کتاب (ديموکراسي د اسلام په رڼا کي) تازه چاپ شوی وو.

نوموړی د اتحاد علماء افغانستان مشر وو، په کوم کي چي د هیواد جید علماو ګډون لري، او وخت په وخت په افغانستان کي د را منځته شویو مختلفو موضوعګانو په اړه خپل نظر او فتواوي صادروي.

شیخ صیب تر شا اوه زامن چي اکثره ددین فارغه عالمان دي، په لکونو مریدان ، شاګردان او په میلیونونو خواخوږي پرېښودل.
روح دې ښاد او یاد دي تل وي. جنازه به یې سبا د کوټي په ښارکي تر سره کيږي .

عبد الحنان همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x