دپښتورګو ناروغي په ډيره چټکیا سره مخ په وړاندي روانه ده

بخت الرحمن بخت

پښتورګي چې د انسان د بدن یو حیاتي او د ژوند یو لازمي برخه ده، د انسان په ژوندي ساتلو کي مهم رول لوبوي، د پښتورګو د ناکاره کیدو په صورت کي انسان ژوندی نشي پاته کیدلی، هرومرو به یا د وینو دتصفیه کولو ماشین (ډالایسیس) په ذریعه په اونۍ کي یو یا دوه ځله وینه صفا کوي او یا به هم بل پښتورګی لګوي.

د پښتورګو د ناکاره کیدو په صورت کي د ویني د تصفیه کولو ماشین چې ډاکټران ورته (ډالایسیس) یو ډول سیسټم دی چې په روغتونونو کي لګیدلی وي، کوم ناروغ چې پښتورګي یې کار نکوي باید په اونۍ کي یو یا دوه ځله روغتون ته یو وړل شي، د څو ساعتونو لپاره هلته بستر کړل شي تر څو د ډالایسیس په ذریعه يې وینه پاکه کړل شي.

دوهم علاج يې دبل کس پښتورګي ځان ته لګول دي، دا کار هم دومره اسانه او بي تکلیفه نه دی، د هر انسان پښتورګي ناروغ ته نه لګیږي، تر ټولو ښه پښتورګې چې ناروغ یی ځان ته ولګوي هغه د خپل ورور، پلار او یا کوم بل ډير نژدې قریب پښتورګی دی. چې هغه هم تر اړینو معایناتو وروسته لګول کیږي.

کچیري پښتورګی ورکونکی کس کومه ساري یا بله ناروغي ولري، د مثال په ډول، ټي بي ‎، تور ژړی، ایډز، شوګر یا کومه بله لویه ناروغي، په دغه صورت کي پښتورګی نشي ورکولای. او همدارنګه دنوموړي دواړه پښتورګي به سم کار کوي که خپله دپښتورګي کومه ناروغي ولري هم يی نشي ورکولای.

د پښتورګی د انتقال وروسته به ناروغ ډير محتاط اوسي، پاکي او صفا اوبه به څیښي، له چټل او ناپاکه ځایه په ډېر لري ګرځي له دوړو او غبار څخه به ځان ساتي، په میاشت یا دوو کي به ضرور ډاکټر ته مراجعه کوي.

احتیاطي تدابیر:

همیشه داسي هم نه وي چي یواځي چټل چاپیریال او یا ناپاکي اوبه د پښتورګو د ناروغۍ لامل کیدلی شي، بلکي نوري ډیري ناروغیاني دي چې زمونږ پر پښتورګو باندي یی مستقیما اثر پریوزي او پښتورګي له کاره باسي.

ډير وزن:

ډير وزن هم یو ډول ناروغي ده ولي کله چې وزن زیات شي ورسره همهال دویني فشار لوړیږي او په ویني کی دشکري مقدار زیاتیږي چې دا دواړه بیا مستقیما پښتورګي متاثره کوي که يې سمدستي مخنیوی ونسي له کاره يي غورځوي، ددي لپاره چي پښتورګي له ناکاره کیدو څخه وژغور دهمیشه لپاره مو دویني فشار باید له ۱۳۰/۹۰ څخه کم وي.

او همیشه باید کوښښ وشي تر څو د شکري مقدار کنټرول وي، دویني غوړوالی (کولیسټرول) مخنیوی وشي، او دغه ټول هغه وخت ممکن وي ترڅو وزن کنټرول وي، د ویني لوړ فشار او د کولیسټرول د اندازي زیاتوالی ددي ترڅنګ چې پښتورګو باندي منفي اثر غورځوي، زړه باندي مرګونی برید کوي او انسان د مرګ تر حاله رسوي.

سګرېټ څېښل / څکول

دسکریټو څکول پښتورګو ته د ویني د بهاو مخه ډبوي او د ویني فشار زیاتوي چې په یوه وخت کي زړه او پښتورګو دواړو باندي منفي اثر غورځوي چې مستقل استعمال يی د دغو دواړو حیاتي اعضاوو دخبرابیدو سبب ګرځي.

زوروري دواوي:

همدارنګه ځیني دواوي هم پښتورګو باندي بد اثر اچوي لکه (aminoglycoside)، (vancomycin) او ( NAIDS ) دواوې، ددغو ګروپونو د دواوو زیات خوراک پښتورګي خرابه وي او په زیات استعمال يی پښتورګي له کاره غورځوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.