جلال اباد ته! فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

چې خړ شو په ګردو دې روڼ انځور جلال اباده!
را وغورځاوه بم کافر تربور جلال اباده!

دا جنګ د امريکا د روس او چين دلته روان دی
خو جوړ يې کړ له تا څخه تنور جلال اباده

په تا يې ننګ ونکړ د دښمن اقدام يې خوښ کړ
په تا باندې حاکم نظام مزدور جلال اباده

دا ځينې خدای وهلي لاهم دې پيښې ته خوښ دي
په ځېنو کې لاهم نشته شعور جلال اباده!

لا خلک شته لا دومره هم بې څوکه نه يې ګرانه
پوښتنه به دې وکاندي ضرور جلال اباده!

چې څه به لا په تا او ستا بچو وي نن تير شوي؟
له درده دې کړم چيغو ته مجبور جلال اباده!

مشفقه امريکا دې خدای له بدو کړي بدتره
کړي خدای دې ورته جوړ له تا ناسور جلال اباده!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.