
افغان کرکټ لوبډلې اینده دوه میاشتو مهال ویش (شیډول)
نن ټکی اسیا: د افغانستان کرکټ لوبډله په دې وروستیو کې د نړیوالو سپورتي خبرونو سرلیکونو کې ځای نیولی. یوه داسې لوبډله چې د لوبو يې لا ۱۲ کاله يې بشپړ شوي نه دي، لوبغاړو يې له کوڅو لوبې پیل کړي، په هېواد کې د تمرینونو لپاره په نړیوال معیار پوره میدانونه نه لري په دې وروستیو کې خورا زیاتې لاسته راوړنې درلودې.
تر ټولو ستره بریا يې دا وه چې په لومړي ځل نړیوال ۵۰ اوریز جام ته يې لاره وموندله همدا ډول نړیوال ۲۰ اوریز جام کې يې هم ځای وموند. همدا ډول په لومړي ځل يې د اسیايي سیالیو په جام کې هم ځای وموند. ویلی شو چې افغانستان په دې ورستیو ۱۲ کلونو کې هومره بریاوې ترلاسه کړې چې نورو په ۵۰ کلونو کې نه وې تر لاسه کړې. افغانستان کرکټ لوبډله نن سبا په دوهمه درجه لوبډلو په سر کې ځای لري.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په راروانو څو ورځو کې په پلان کې لري چې د لاندې لوبډلو سره مسابقې وکړي :
۱ | ۱۰ فروري | افغانستان او ویسټ انډیز | |
۲ | ۱۲ فروري | افغانستان او سکاټلینډ | |
۳ | ۱۵ فروري | افغانستان او بنګلادیش | نړیوال جام |
۴ | ۱۷ فروري | افغانستان او استرالیا | نړیوال جام |
۵ | ۱۹ فروري | افغانستان او نمیبیا | نړیوال جام |
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راروانو ۲ میاشتو کې لاندې لوبډلو سره مسابقې لري:
۱ | ۲۷ فروري | افغانستان او پاکستان | د اسیا جام سیالۍ |
۲ | ۱ مارچ | افغانستان او بنګلادیش | د اسیا جام سیالۍ |
۳ | ۳ مارچ | افغانستان او سریلانکا | د اسیا جام سیالۍ |
۴ | ۵ مارچ | افغانستان او هند | د اسیا جام سیالۍ |
۵ | ۱۶مارچ | افغانستان او بنګلادیش | نړیوال شل اوریز جام |
۶ | ۱۸ مارچ | افغانستان او هانګ کانګ | نړیوال شل اوریز جام |
۷ | ۲۰ مارچ | افغانستان او نیپال | نړیوال شل اوریز جام |
د نړیوال ۲۰ اوریزو جام دې ځل ته په دوه برخو ویشل شوی یو ته يې (پري ورلډ کپ) یعنې مخکې نړیوال جام او دې پسې بیا نړیوال جام دی. په پري ورلډ کپ کې د ۶ لوبډلو څخه ۲ بریالۍ لوبډلې بیا د اولې درجې لوبډلې سره لوبې کوي.