کرکټ بورډ د شهزاد قضیې ته مدافع وکیل نیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په محمد شهزاد د پورې شویو تورونو د سپیناوي په موخه مدافع وکیل نیسي.

پرون آی سي سي خبر ورکړ چې محمد شهزاد د ځواک زیاتونې هغه درمل خوړلي چې د آی سي سي د قوانینو له مخې يې استعمال بند دی.

آی سي سي پر محمدشهزاد مؤقتا بندیز ولګولو او له هغه یې وغوښتل چې د اپریل تر ۲۶مې پورې د خپلو تورونو سپیناوی وکړي یا په پنځو ورځو کې دننه دننه دوه ځل معاینات وکړي.

د قوانینو له مخې که شهزاد د آی سي سي تورونه چلینج نه کړي نو هغه به مجرم ګڼل کیږي او پر لوبو به یې بندیز لګول کیږي.

تازه د افغانستان کرکټ بورډ هم پر نوموړي د بندیزونو په اړه ویلي چې دوی به د قضیې د سپیناوي په موخه حقوقي کړنې ترسره کوي او د قضیې د دفاع لپاره به مدافع وکیل په دنده وګماري.

کرکټ بورډ ویلي چې د لازمو حقوقي پلټنو وروسته به دوی د قضيې په اړه بشپړ وضاحت په رسمي ډول ورکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.