حاجي احمد فرید

حاجي فرید: امریکا په افغانستان کې اتومي بمبار ته ځان چمتو کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وری، ۱۳۹۶): د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړی حاجي احمد فرید وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو خطرناکو تباه کوونکو وسلو د ازموینې موخې لري.

نوموړي په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د امریکا اتومي برید د هغه حقیقت یوه بېلګه ده چې کفري هیوادونه د خپل مخالف په له منځه وړلو کې له بشري جنایت او ناورین څخه ډډه نه کوي.

ښاغلي فرید د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د تېرې شپې بمبار غندلی او باور یې څرګند کړی چې امریکا یو ځل بیا د جاپان د اتومي بمباریو د تکرار لپاره په افغانستان کې ځان چمتو کوي.

نوموړي د ګوتشمېر کسانو د ځپلو په موخه د لس زره کیلويي غیراتومي بم استعمال په خپل ذات کې یو «جنایت» بللی او هغه توجیه یې رد کړې چې ګویا دغه بم ولسي «مرګ ژوبله» نه ده اړولې. د هغه په باور په ولسي خلکو کې ویره اچول، د ښځو او ماشومانو ډارول، زراعتي ځمکو ته ضرر رسول پخپله یو تروریستي عمل دی.

«فکروکړئ چې د دې بم د انفجار مهیب غږ به په څومره ماشومانو، تورسرو او بوډاګانو د ویرې او هیبت فضا حاکمه کړې وي؟! ایا دغه یو ستر تروریستي عمل نه بولي؟! که یې ځاني زیان نه وي اړولی نو مالي او زراعتي تاوان به یې مظلوم کلیوال څومره متضرر کړي وي؟! ایا دا یو ستر بشري ناورین نه دی؟».

نن سهار د ارګ ولسمشریزې ماڼۍ ډاډ څرګند کړی و چې د اچین بم ولسي تلفات نه لري، خو د هغو رواني، جسماني او کړهنیزو زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي چې د ورته بمباریو له کبله په اوږدمهال کې ولس د بشري ناورین له ګواښ سره مخ کوي.

ښاغلي فرید په ملګرو ملتونو او نړیوالو هم نیوکه کړې چې په دې تړاو يې چوپتیا غوره کړې او هومره غبرګون یې هم نه دی ښودلی څومره چې د مخالفینو د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو د پیښو په وړاندې ښيي. هغه زیاتوي چې که زورور جنایت ترسره کړي دا یې «حق» ګڼل کیږي خو د کمزوري لخوا د خپل حقونو غوښتنه هم «جنایت» بلل کیږي.

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړي ښاغلي احمد فرید په افغانستان کې د امریکا بمباریو ته توجیه لټوونکي افغانان غندلي او په وینا یې، «دغه لس زره کیلويي بمونه به یوه ورځ د دوی په کلي هم راولویږي او هله به پوه شي چې د خپلو اقاربو د جنازو په ټولولو ستړي شي».

تېره ورځ امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې يې د داعش د له منځه وړلو لپاره د «ټولو بمونو مور» بم غورځولی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جان نیکلسن ویلي چې دغه بم یې په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره په همغږۍ استعمال کړی.

که څه هم یاد لوړپوړي امریکايي قومندان په دې برخه کې د کابل حکومت نوم نه دی اخیستی، خو ارګ وایي چې دوی یې هم په «جریان» کې اچولي وو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد زی
میلمه
احمد زی

زه د حاجی صاحب فرید ، یادونی او د خپلو مسلمانو او غمزپلو هیوادوالو سره یی د عمرازی ستاینه او نماځنه کوم په اړه به یی زه هم څه ورسره شریک کړم او هغه دا چه : لمړی ، حاجی صاحب وایی جه امریکا د اتومی بمو کارولو ته ځان جمتو کړی ، زه توافق نه لرم ، وخته یی اتومی او نور دسته جمعی لوی او کوچنی بمونه کارولی څوک نشته چه څیړنی او ارزونی وکړی او د هغه ماشومانو احصایه واخلی چه د همدغه اتومی ، ذروی او کیمیاوی بمو له کارولو دایمی معیوب زیږیدله هلمند ولایت یی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم حاجی صاحب اسلام اعلیکم زماپلاډیروخت دامان الله خان غازی په فوج کی وو ډیر زهین دیندوست اوزړه ور انسان وو ده موږته دغازی امان الله خان دوخت قصی کولی،ولی په عین حال کی ډیرپر ګران هم وو،اوزه دغازی اما ن الله خان دښه والی پدی تااید کوم چه دده دوخت په مکتب کښی اسلامی نساب دونه زیات ښه والی چه اوس یی زه له قرآنکریم سره پرتله کوم نهایت دقدر وړوو،خلکیانو اوپرچمیانو له منځه یووړۍ . اوس به راسواصلی موضوع ته زماپلار ویل یوسړۍ دفوج زړه کاږی یعن بیروی یی اویوسړۍ په فوج زړه کښیباسی اوزړه ورکوی یی ،امریکا… نور لوستل »