افغانستان

ټلیګراف: غرب ځیني هیوادونه د وسلو د ازموینې لپاره کاروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): د برتانیې څخه خپرېدونکې ورځپاڼي ټلیګراف په یوه تحقیقي راپور کې چې یو شمېر ژورنالیستانو په ګډه لیکلی، ویل شوي چې د غربي هیوادونو تل خپل مستعمرې د وسلو د ازموینې لپاره کارولې او په افغانستان کې د امریکا وروستی د «بمونو مور» هم د دې تجربې یوه برخه ده.

راپور کې پوښتنه شوې چې ولي امریکا په ځانګړي ډول په اوس وخت کې داسي یوه وسله وکاروله چې ددې تر مخه یې په هیڅ یوه جګړه کې نه وه کارولې.

راپور کاږي چې دې ته هیڅ حاجت نشته چې یو کس دي نظامي کارپوه وي تر څو د امریکا په وروستي برید باندي شک څرګند کړي، او ځان پوهه کړي چې څه روان دي.

او زیاتوي چې غربي هیوادونه له ډېره وخته لیبیا، سوریه، عراق او افغانستان د خپلو جدیدو او پرمختللیو وسلو د تجربو لپاره کاروي چې له امله یې د دغه هیوادونو ملکي وګړي متاثره کیږي خو څوک یې د پوښتنې نشته.

باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو د تېري پنجشنبې په ماښام د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اتومي بم وروسته تر ټولو غټ بم وکاروی چې د وزارت دفاع په وینا په کښي ۳۶ کسان ووژل شول خو داعش ډلې ته منسوب د «اعماق» په نامه خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې داعشي جنګیالیو ته په کښي کوم زیان نه دی رسیدلی.

باید وویل شي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر افغانستان د «مور بم» استخدام په کلکو ټکو غندلی وو او د امریکا څخه یې غوښتني وه چې په افغانستان کې دي خپلې وسلې نه تجربه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x