په پنجاب ایالت كې د ډینګي ناروغۍ له امله ۲۳۱ تنو خپل ژوند د لاسه وركړی

dengue_in_pakistanنن ټکی آسیا: په لاهور کې نن هم د دوو ښځو په ګډون څلور تنه د ډینګي وایرس له کبله وژل شوي.

د ډینګي له وجي ددغه نویو وژنو وروسته یوازي د لاهور په ښار کې د دغه ناروغی له کبله ۲۱۱، او په ټوله پنجاب ایالت کې ۲۳۱ تنه وژل شوي دي.

په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د پنجاب په ایالت کې د نویو ۲۴۴ کسانو په دغه وایرس سره د اخته کیدو وروسته د ناروغانو شمیر شپاړس زره ۷۹۳ ته پورته شوی.

که څه هم د پنجاب ایالت حکومت او د پاکستان په سطحه ټولي حکومتي ادارې په دې هڅه کي دي چي ددغه ناروغی د خپریدو مخه ونیسي، خو دغه قاتل وایرس د غوماشو له لاري په چټکی سره په ټول پاکستان کي مخ پر خپریدو دی.

د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف د ډینګي وایرس د خاتمی لپاره په عاجله توګه د ښار د صفايي امر صادر کړی، او په ورته وخت کې په ښار کې د زړو او استعمالي ټایرونو باندي پابندی لګولې.

جبار خیل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.