
د بټي کوټ ولسوال، امنيه قومندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شول
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب، د ملي امنيت مدير او امنيه قوماندان د سړک د غاړې چاودنې کې ټپيان شول.
د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي، چې چاودنه نن سهار اوه بجې د بټي کوټ په جاني خېلو سيمه کې شوې ده.
خوږياڼی وايي، چې ولسوال د مخالفينو پر ضد د جګړې او چاڼيزو عملياتو لپاره وتلی و، چې د سړک د غاړې د ماين ښکار شو.
د چارواکو په وينا ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د دغې پېښې مسووليت منلی دی.
ذبيح الله مجاهد وايي، چې د سړک د غاړې چاودنې کې ولسوال حاجي غالب، د هغه مرستيال انعام شاه له اتو عسکرو سره ټپيان شوي او د ولسوالۍ د استخباراتو مدير جان حصار په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.