تر ټولو لوی بم ګډ حکومت ته تر ټولو لوی پیغور

نن ټکی اسيا سرليکنه

د پنجشنبې په ماښام امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو لوي بم آزموینه وکړه.

دا بم چې جي بي یو ۴۳ نومیږي او تر یوویشت زره پونډه زیات وزن لري د امریکا په پوځي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هغوي د پوځیانو لخوا په افغانستان غوندې بیوزله هیواد کې آزمایل کیږي چې د بیولوژیکي وسلو د ماهرینو په اند به یې منفي اثرات تر کلونو پوري د یادې سیمې پر خلګو محسوس وي.

که څه هم چې امریکايي چارواکو ظاهرا د بم هدف په سیمه کې د داعش مرکزونه او سمڅې یادې کړې خو واقعیت د هغې ادعا برخلاف دی چې امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت یې کوي.

امریکایان چې اوس تشویش لري په نړۍ او سیمه کې یې د یکه تازي سیاست نور د هغوی د سیاسي ، پوځي او اقتصادي سیالانو له لوري تر ګواښ لاندې دی غواړي په دغه ډول وحشیانه مانورو سره هغوي ته په افغانستان او سوریې غوندي بیوزله او بي څښتنه هیوادونو کې خپل پوځی زور پیمانه کړي.

امریکا یوه اونۍ وړاندې په سوریه کې چې د امریکا او روسیې د پوځي رقابت ډګر دی همداسې یوه مانوره تر سره او د دې هیواد په الشعیرات نومي هوايي اډه یې ۵۰ د لیري واټن ویشتونکي میزایل وویشتل.

په افغانستان کې د امریکایانو له لوري د تر ټولو لوی بم کارونې اساسي هدف دری شیان دي:

د بمونو د مور په نوم د نوي ماډل وسلې آزمایل ، منطقوي سیالانو ته د پوځي ځواک ورښودل او د داعش خود ساخته پروژې ته شهرت ورکول.

دا چې امریکایان او د هغوي مدافعین د بمونو د مور هدف په اچین کې داعشي مراکز بولې دا په ټوله معنی د نړۍ او ولس په سترګو کې خاورې ورشیندل دي ، ځکه ا مریکایانو د داعش پروژه ایجاد کړې د دې لپاره ده چې د هغې په وسیله هم په سیمه کې خپلو استراتیژیکو اهدافو ته ځان ورسوي، او هم د هغوی د له منځه وړلو په پلمه خپلې وسلې وازمايي.

امریکایانو د دغې پروژې تر پلانولو وړاندې په افغانستان کې د ملي یووالي په نوم حکومت د دې لپاره ایجاد کړ چې دلته د دوئ دغه ډول جنایتونو څخه دفاع وکړي.

په اچین کې د تر ټولو لوي بم آزمویل د امریکایانو تر ټولو لوي جنایت او په عین حال کې ستر فضیحت دی چې د هغوي د تر ټولو بیغیرته او بي ضمیره مدافعینو لخوا ورته په ډیرې سپین سترګې پرتوګ ور اغوستل کیږي.

په دې امریکايي جنایت سره هم د هغوي د بي ضمیره مدافعینو هویت ولس ته ښه څرګند شو او هم د هغو یو شمیر بي شعوره ساده ګانو حماقت چې له دغو بي غیرته مدافعینو سره د سولې په نوم اټن ته کوناټي ښوروي او نورو افغانانو ته هم توصیې کوي چې له دوئ سره په دې رذالت کې سهیم شي.



یوه تبصره

  1. افرین نن ټکی اسیا
    رښتیا چې زمونږ د زړونو او فکر هنداره یاست
    بلا مو د تاندوالو په سر شه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.