دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۵۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
رودي پارت ( Rudi, Part)د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بېلګه ناشونې ده، دا عربي نبي صلی الله علیه وسلم متشرع ؤ، حاکم ؤ، رسول ؤ، زیری ورکونکی ؤ، او داسې دین یې خلکوته راوړه، چې هغه د فطري شریعت سره، پوره سمون خوري. دا چې عرب له اسلام څخه مخکې په یوه بدحالت او فساد کې ښکېل وو؛ عربي محمدصلی الله علیه وسلم راغی او دوی یې پر یوه خدای د ایمان راوړلو ته دعوت کړل. دا هغه څه دي چې د عربو وحشت او دهشت ته غوره درملنه وه.

اډوارډ پیروري (Edourd Perroy)د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

محمد عربي صلی الله علیه وسلم خاتم النبیین ؤ، ټولو عربو او عجمو ته، ده نوی دین راوړ، ده خلک له شرک څخه وحدانیت ته راوبلل، ده شریعت درلوده، ده په عقیدې او ایمان باندې کار وکړ، ده هم د دنیوي او هم د دیني امورو لپاره قوانین درلودل، ده پر مسلمانانو زکات فرض وباله، له مشرکینو سره یې جهاد فرض کړ، د دین نشرول یې فرض وبلل، په ډېر لږ وخت کې یې مخکني ټول نظامونه یې له منځه یوړل او یایې اغیزې ورکمې کړې، ده د عربو ټوله جزیره یو موټی کړه.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x