قاضي او زنداني

لنډه کیسه :
ژباړه : عطا محمد میاخېل
یو ډېر بېوزله پوروړی و، هغه یې زندان ته واستاوه . نوموړی ډېر خوړه مار و، د نورو زندانیانو خواړه به یې غلا کول او خوړل به یې، زندانیان د هغه له لاسه پوزې ته راغلل او لاچاره خپل خواړه به یې په پټه خوړل . بالاخره یوه ورځ هغوی د زندان ساتونکي ته وویل: قاضي ته ووایه، چې دا سړی موږ ډېر ځوروي، د لسو کسانو خواړه خوري، خېټه یې د تنور په څېر ده هېڅ نه مړېږي . یا هغه له زندانه بهر کړئ او یا هم خواړه ډېر ورکړئ . قاضي له ډېرو څېړنو وروسته په دې باندې وپوهېده، چې دا سړی خوړه مار او بېوزله دی او همدا مسئله د هغه د زنداني کېدو لامل شوې ده . قاضي دې خوړه مار زنداني ته وویل : ته آزاد یې، خپل کور ته لاړ شه . زنداني وویل : اې قاضي ! زه هېڅوک نه لرم او کوم کار هم نه شم ترسره کولای، بېوزله یم او زندان زما له پاره جنت دی، که چېرې له زندانه بهر شم، نو له لوږې مرم، قاضي ونه منله او هغه یې له زندانه بهر کړ . قاضي امر وکړ، چې هغه په ټول ښار کې وګرځوئ او له بېوزلۍ څخه یې ټول خلک خبر کړئ، هېڅوک دې کوم څیز په نېټه نه پرې خرڅوي، پور دې نه ورکوي، امانت دې نه ورکوي . له دې وروسته هر چا چې له دې سړي څخه شکایت وکړ، نو محکمه یې نه مني. هغه مهال یې بېوزله خوړه مار سړی د یوه لرګي پلورنکي په اوښ باندې سپور کړ . لرګي پلورونکي سړي له سهاره تر ماښامه کوڅه په کوڅه وګرځاوه، د جومات او حمام په وړاندې به یې چیغې وهلې اې خلکو ! دا سړی ښه وپېژنئ، دا بېوزله دی، دې ته پور مه ورکوئ، په نېټه کوم څه مه پرې خرڅوئ، له دې سره راکړه ورکړه بنده کړئ، دا بېوزله، خوړه مار، بېکاره دی او هېڅوک نه لري، څېرې ته یې ښه وګورئ . لرګي پلورونکي ماښام بېوزله سړی له اوښ څخه را ښکته کړ او ورته وې ویل : زما مزدوري او د اوښ کرایه مې راکړه، له سهار را هیسې ستا له پاره کار کووم، سپین ږیری زنداني په خندا شو او وې ویل : ته نه پوهېږې، چې له سهاره تر اوسه څه وایې ؟ د ښار ټولو خلکو ته دې وویل او خپله پوه نه شوې ؟ د ښار کاڼي او تیږې پوهېږي، چې زه بېوزله یم او ته نه پوهېږې ؟ ستا په سر کې ماغږه نه، بلکې بوس دي .
یادونه : هیله او تمه زموږ پوهه او غوږونه قلفوي . ډېری کسان له حقایقو څخه خبرې کوي، خو خپله نه پوهېږي، چې څه وایي، لکه همدا لرګي پلورونکی .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.