ټولنیزه برخه

هغه اتل چې زمری یې وواژه (رضي الله عنه)

سرچينه: [التاریخ الاسلامي]

ژباړه او راټولونه: م. حمد الله (دانشمند)

هاشم بن عتبة بن ابی وقاص سره له خپل تره (سعد بن ابی وقاص) په یوه غزوه کې ګډون لاره، تره یې د لښکر مخکښ امیر و. غزوه د فارسیانو په ځینو ښارونو کې پیل شوه ترڅو هغلته د اسلام مبارک دین خپور شي او خلک د بنده له بندګۍ نه تېر او دیوي متعال خدای (جل جلاله) بندګۍ ته ژمن و اوسي.

په دې غزواتو (غزاګانو) کې یاد هاشم (رضی الله عنه) د لمر په څېر وځلېد. نوموړي هلته د صحابه و په زړونو کې ځای وموند، کله چې د “نهر شیر” سیمه فتحه شوه او غازیانو د “مظلم ساباط” د نیولو له پاره تیاری نیول، دواړه اړخه خپلې لښکرې د جګړې له پاره اماده کوي؛ خو دا ځلي د جګړي مهارول مسلمانانو ته ستونزمن برېښېده؛ ځکه فارسیانو له ځان سره یو ځواکمن او په جنګي تکتیک پوه د کسرا “زمری” هم راویستی.

فارسیانو یاد زمری د مسلمانانو پر لښکر را خوشي کړ، هغه د مسلمانانو پر لښکر – په پرانیستې خوله او د وېروونکي اواز په بدرګه – ور و دانګل.

هاشم (رضی الله عنه) له لښکر نه ور جلا شو، مټې یې را بډ وهلې، دیو غښتلي زمري په څېر د زمري پر لور – بې له کومې وېرې – وخوځېد!

دواړه اړخه د یاد اتل ننداره کوي؛ حیران دي! څنګه یو زلمی له مست زمري سره ډغري وهي.

د باد په څېر یې د زمري پنجو ته ځان ورساوه؛ د توري ګزارونه یې پرې پیل کړل؛ له لږ ځنډ وروسته یې زمری قتل کړ.

کفري لښکرو چې یاد حالت ولېد؛ تنې یې ولړزېدې؛ نور یې د مقاومت توان له لاسه ورکړی؛ ځواکونه یې د تېښتې درشل ته نږدې دي، وایې: څنګه انسانان دي، چې له زمرو سره پنجې وهي؟!

خو لا یې مقاومت کاوه. اسلامي لښکر د “الله اکبر” په زمزمه پرې برید پیل کړل، یاد اتل د لښکر مخکي دی، نور لښکر ورپسې جګړه په شدت سره روانه ده. کفري لښکرې د “بوران” په نامه وي، هغوی به تل قسم کاوه، چې دژوند تر وروستۍ سلګۍ به پښې نه سپکوي.

یاد اتل دا ایت په لوړ اواز وایه:

{ ﺃَﻭَﻟَﻢْ ﺗَﻜُﻮﻧُﻮﺍ ﺃَﻗْﺴَﻤْﺘُﻢْ ﻣِﻦْ ﻗَﺒْﻞُ ﻣَﺎ ﻟَﻜُﻢْ ﻣِﻦْ ﺯَﻭَﺍﻝٍ}

ژباړه: ایا نه واست تاسو چې قسم مو کاوه تر قیامت مخته په دنیا کې، چې تاسو به له دنیا نه نه کوچېږئ؟!

الله پاک د کسرا لښکر د یاد اتل په لاس مات او د جهنم ژورې کندي ته ور ولېژلې.

د جنګ امیر سعد (رضی الله عنه) د خپل وراره (هاشم) سر ښکل کړ دهغه د مېړانې او اتلولۍ له کبله، هغه د احترام په پار د خپل تره پښې ښکل کړې. په هغه ورځ د یاد اتل توري ته د “منن/متین” نوم ورکول شوی.

ولقب سيف هاشم من ذلك اليوم بـ” المنن”.

ـــــــــــــــــ
یادونه: مورخینو د یاد اتل لقب “مقال/مرقال، قاتل الاسود” یاد کړی؛ ځکه هغه مبارک د کسرا زمری وواژه او یو قسم تګ به یې د جګړې پر مهال کاوه.

د کسرا د زمري نوم “مرقط” یاد شوی.

یادې کفري لښکرې د “بوران” په نامه یادې شوې.

المرجع: [التاریخ الاسلامي، ﺳﻘﻮﻁ ﺍﻟﻤﺪﺍﺋﻦ ص ۲۰] و مثلها في [البدایة والنهایة ج۷] مع تغیر ما.

الله پاک دي موږ ته د صحابه و پر تګلاره ژوند را په برخه کړي امین! رضي الله عنهم اجمعین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x