نظــر

د عالمانه جرأت منار ونړېد

نن مازدیګر په جومات کې په لمانځه دریدلم ، اقامت پیل شوی وو ، ما له جیب څخه مبایل په دې نیت راویوست چې صامت یې کړم ، ګورم چې مبایل ته مې رساله راغلې ، خلاصه مې کړه ، رساله شاعر ملګري عبدالعلي تسل رالیږلې وه ، په لنډو یې لیکلي وو ، ذاکري صاحب هم ددښمنانو لخوا د ماسپښین له لمانځه وروسته شهید کړل سو انا لله وانا الیه راجعون ، زړه مې ټکان وخوړ، کوم ذاکري ، زه خو بل ذاکري نه پيژنم ، همدا عبدالله ذاکري به وي ، دتاریخي کندهار د ذاکر اوسیدونکی ، اورژبی خطیب ، مصنف ، عالم  او جرأتمند داعي .

ملا صاحب تکبیراولی ویلی وو ، خو له مانه ځان ورک وو ، نیت مې وتاړه ، خو الله تعالی دې قبول کړي نه پوهیږم څرنګه لمونځ مې وکړ ، په لمانځه کې د فکرونو او انديښنو یو درانه  توپان لاهو کړی وم ، هغه ورځ راپه یاد شوه چې په لومړي ځل مې عبدالله ذاکري صاحب ولید، امریکا په افغانستان حمله کوله ، طالبانو په کابل کې دعالمانو ستره غونډه رابللې وه ، غونډې ته زما مشفق استاد مولوي اعظم ګل صاحب هم ورغلی وو ، دبیرته راتګ په مهال یو دوه نور علماء هم ورسره راغلل ، په دوی کې یو تن دښایسته  او جلالي قوارې  څښتن  دلوړ قد خاوند عالم وو ، چې اوږده چپنه یې په اوږو اچولې وه ، مولوي صاحب  موږ ته سبا دسبق په مهال وویل داعبدالله ذاکري صاحب دی ، دافغانستان دعلماء افتخار او آبرو ، دا هغه جرأتمند عالم دی ، چې هیڅ سیاسي زورور ته یې سترګې نه دي ټیټي کړې ، نوموړی هغه  تک تنها  عالم دی ، چې دافغانستان زورور تنظیمي مشران او لوی  لوی رهبران ترې ویریږي ، او ټولو یویوځل دده دتوبیخ او عتاب عبرتناکې څپیړې  خوړلې دي .

دکابل دتنظیمي جګړو په مهال یې په یوه لویه غونډه کې دوخت رئیس جمهور برهان الدین رباني له خپل ټول  جاه او جلال سره داسې ډنډاس کړ، چې ښایي دپاچاهانو په تاریخ کې یې چا ساری نه وي لیدلی ، نوموړی په یوازې سر کابل ته تللی وو ترڅو دتنظیمي مشرانو ترمنځ  سوله راولي ، خو کله چې یې دمشرانو کږې ارادې ولیدې ، نو په پوره جرأت یې دهغوی پردې ورڅيرې کړې ، او په پوره اخلاص یې دزورورو په وړاندې د برحقې وینا اعظم جهاد ترسره کړ .

دتنظیمي جګړو په مهال نوموړي نه یوازې  درئیس جمهور سابه ورپه مالګه کړل ، بلکې صدراعظم حکمتیار یې هم پرېنښود ، انجینیرحکمتیار چې هغه مهال یې مولوي نصرالله منصور  په چهاراسیاب کې له لارې ګرځولی وو ، کله چې ذاکري صاحب له دې پیښې خبر شو ، نو حکمتیار ته یې کرښه تیره کړه ، چې که په څو ساعتونو کې منصور صاحب خوشی نه کړي ، دحزب په وړاندې به دولسي پاڅون غږ وکړي ، انجینیرحکمتیار په خپله بې پروایي ډیر زورور مات کړي وو خو دا د ذاکري التیماتوم وو چې نوموړی یې تنزل ته اړ کړ .

دپاچاهانو او واکمنو په مخکې حقې خبرې کول او هغوی خپلو تیروتنو متوجه کول ، خورا افضل صفت بلل کیږي ، دا ډول جرأت الله تعالی ډیرو کمو بندګانو ته ورکړی وي ، هغوی چې یوازې له الله تعالی څخه ویریږي او دبل هیچا پروا نه ساتي ،داسلام دوهم خلیفه  حضرت عمر رضی الله عنه هغه چاته د رحمت دعاء کړې ده چې ده ته خپلې خطاګانې وروښیي .

د اوریدو له قراره  ذاکري صاحب دهغو محدودو علماءکرامو له جملې څخه وو چې ملامحمد عمر مجاهد ته یې دخپلې واکمنۍ په مهال په پوره جرأت  او بې پروایۍ خبرې کولې او همیشه یې اشتباهاتو ته متوجه کاوو ، نوموړي له ملامحمد عمر مجاهد سره خورا نږدې اړیکي درلودې ، او ډیر ځله یې ورسره دوه په دوه ملاقات کاوو .

سږ کال حج ته تللی وم ، دحج په سفر کې دزابل اوسیدونکی قاضي عبیدالرحمن راسره ملګری وو ،  نوموړی په افغانستان کې داسلامي نهضت له پخوانیو مبارزینو څخه دی ، چې وروسته یې دانجینر حکمتیار په حزب اسلامي کې دنده ترسره کړې  په نوموړي ډيرې سړې تودې تیرې شوي دي ، دثور له کودتاه وروسته نوموړی په کندهار کې داخوانیت په جرم زنداني شوی  او دروسانو دراتګ په مهال په عمومي عفوه کې راخلاص شوی .

یوه ورځ  یې د ذاکري صاحب بیان راته کاوو ،  ویل یي ما ډیر خلک ولیدل مګر دومره زړور انسان  لکه عبدالله ذاکري صاحب په ټول ژوند مې نه دی لیدلی .

ما ویل څنګه ؟

ده ویل : زه دکندهار په زندان کې بندي وم ، دکمونیستانو زندان وو ، چې دهر عادي عسکر لخوا وژل کیدل ، اعدام او شکنجه عادي خبره وه ، هرعادي کمونیست دوژلو پوره واک درلود ، په زندان کې سخت وحشت وو ، چې هیچا غږ نه شوای پورته کولای او نه یي  له کمونیستي جلادانو سره ځواب ویلای شوای ، مګر یوه ورځ یې یو تن زندان ته راووست ،  چې زندانیانو ته یي نوې روحیه ورکړه  او دمحبس وضعیت یي بدل کړ ، داسړی عبدالله ذاکري وو ، سخت تعذیبونه یي ورکړي وو او ولچک یې لاسونو ته سرچپه وراچولي وو ، مګر له ټول ځور سره سره یې خلقیانو ته داسې خبرې کولې ، چې چا یي تصور نه شوای کولای ، هغوی یې کفار او  دروس غلامان بلل او په ډاګه یي دجهاد خبرې کولې ، مشاجرې یې ورسره کولې او ګواښونه یي ورته کول، کمونیستانو په  ډیرو تعذیبونو کوښښ وکړ چې دده خوله وربنده کړي مګر ونه توانیدل ، که هغوی به دمرګ ګواښ ورته کاوو ده په ډاګه ورته ویل چې شهادت ته اماده یم .

پخوا چې بندیانو له ډاره لمونځونه نه شوای کولای ، ذاکري صاحب په کندهار زندان کې په لومړي ځل اذان  او د جماعت لمونځ شروع کړل ، چې ډیر بندیان به ورپسې په جمعه ولاړ وو .

هیچا دا تصور نه کاوو چې نوموړی به دکمونیستانو له منګولو خلاص شي خو الله تعالی په پای کې نوموړي ته د ګڼو نورو بندیانو غوندې نجات ورکړ .

دا او داسې نور بې شمیره شواهد ښيي چې ذاکري صاحب  دایماني جرأت او همت یو اسمانڅک مینار وو ، نوموړی هغه  عالم وو چې په ‌ډاګه یي دامریکایي یرغل په وړاندې دجهاد فتوا نشر کړه او په دې لاره کې هیڅ سیاسي ملحوظاتو  ، وهم او ډار ورباندې غلبه ونه کړه ، هلته چې دسیاف ، رباني ، فضل هادي شینواري او نورو غوندې دعلم دعوه داران دکفر په غیږ کې ولویدل  عبدالله ذاکري  د ایماني پرتم توغ رپاند وساته ، او خپل عالمانه جرأت یي له لاسه ورنه کړ .

نوموړی  دژوند له پیله دکفر او طاغوت دسترګو خار وو ، که پرون یې په کمونیستي کفارو کې زړونه چاودلي وو نن یې  دغرب غلامان پرلپسې تر ګوزارونو لاندې نیول وو ، نوموړی  د لساني جهاد  دلومړۍ کرښې مجاهد وو چې بالاخره  خپل هدف شهادت ته ورسید .
له داسې سرلوړی داعي سره یوازې دشهادت مرګ ښایيږي نو ځکه یي مبارکی ورته وایو ، الله تعالی دې دذاکري صاحب شهادت قبول کړي .
هرڅوک ژوند کوي او په پای کې مري ، خو ډیر لږخلک د ژوند حق اداء کوي ، دژوند حق اداء کول دې ته وایي ، چې دانسان په تندي پرته له الله تعالی بل چاته دسر ټیټولو  داغ نه وي ، ذاکري صاحب همداسې عالم وو ، چې د ژوند تروروستۍ ورځې یې خپل تندی لوړ وساته ، نه یي روس ته غاړه ټیټه کړه او نه هم امریکې ته ، نوموړي په خپل ژوند ویلي وو چې شهید کیږي او دوینو پور به یې دامریکا په غاړه وي ، چې نوموړي یې په افغانستان کې له پاته کیدو سره مخالفت کړی وو او په وړاندې یې دجهاد فتوی ورکړې وه .

خو موږ باور لرو  چې د ذاکري صاحب او شیخ عبدالسلام صاحب غوندې  دحقاني علماء کرامو وینې تویول به امریکا او غلامانو ته یي ګټه ونه کړي او نه به یې په دې هیواد کې بقاء تضمین کړي ځکه چې :

داني که خون ناحق پروانه شمع را
چندان امان نداد که شب را سحر کند

عبدالستار سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x