
افغانستان کنډواله سو: دغربیانو خیانت دغرب په خوله
بخت الرحمن شرافت
ښاغلي انډر ویچیک دافغانستان پر اوسني وضعیت باندي یو څېړنیز راپور لیکلی، نوموړي د افغانستان ډېرو برخو ته سفرونه کړي، هلته يې د امریکايي یرغل له ۱۶ کلونو څخه وروسته دخلګو، علمي، اقتصادي، اخلاقي او ټولنیز وضعیت څیړلی.
نوموړی دخپل راپور په پیل کې لیکي: که غواړۍ چې افغانستان کې له حقیقي وضعیت څخه ځان خبر کړئ، د دغه هیواد له دوه سلنې پیسه دارانو (شتمنو) څخه پوښتنې مه کوئ، له هغو خلګو څخه هم مه پوښتنه مه کوئ د چا چې په افغانستان کې د میشتو یرغلګرو ځواکونو دهیوادونو ژبې زده وي، ځکه چې دا خلک پلورل شوي، د هغوي وجدان ضمیر او ازادي هرڅه سلب شوي، هغوی به هیڅکله حقیقت ونه وايي، ځکه چې دغه خلګو د خپل هیواد په کنډواله کولو، ویجاړولو او بربادولو کې له نړیوالو استعمارګرانو سره مرسته کړې او د دوي ټول بدني او عقلي واک او اختیار د بهرنیو یرغلګرو په لاس کې دی، چې ورته څه اشاره کوي هغه څه به درته وايی.
لیکوال زیاتوي، پنجشیر کې د یوه شتمن کس کور ته ورغلم چې ښه کوټۍ يي تیاره کړي وه، پوښتنه مي ځیني وکړه چې له ژوند څخه راضي يي؟، ویل يی هوکي تر هغو به خوشحاله یم تر څو امریکایان دلته وي، ځکه چې زمونږ ژوند، روغتیا او خوشحالي په دوي پوري تړلې ده، دښه او مرفه ژوند ټولي هیلې مو امریکایانو او د نورو بهرنیو ځواکونو تر موجودیت پوري تړلي دي. که دوی وتل، مونږ هم مجبورا خپله بستره ټوله کړو.
انډر وچیک وايی، که غواړئ چې دغه هیواد کې له حقیقت څخه ځان خبر کړئ، درسره ژباړن بوځئ، هر ځاي له داسو کسانو سره مرکې وکړئ او نظرونه یې وپوښتئ دچاچې انګریزي نه وي زده، نوموړی وايی ما چې کله هم له داسي کس څخه پوښتنه کړې دچاچي انګریزي زده وي، دغه هیواد يی راته ګل او ګلذار کړی، له افغانستان څخه يی راته پاریس جوړ کړی، دامریکایانو وجود يی ددغه هیواد لپاره خیر اوبرکت بللی، خو چې کله مي له هغو کسانو څخه ددغه هیواد د اوسني حالت په اړه پوښتنې کړي د چا چې انګریزي نه وي زده، هرڅه یی راته بل ډول بیان کړي، دغه هیواد اوس په ټولو ډګرونو کې په کنډواله بدل شوی، دلته اقتصاد نشته، علم نشته، پوهه نشته، اخلاقي بدلاري او فساد خپل عروج ته رسیدلی، دغه هیواد، په علمي، اخلاقي، اقتصادي او کلتوري ډګر کې په کنډواله بدل شوی، او امپریالیستي قوتونه لګیادي دخپلو داخلي لاسپوڅو او ګوډاکیانو په مرسته دغه هیواد نور هم د بربادۍ او تباهۍ په لور کش کړي.
نوموړی وايي، تاسو دهرات دجګو مینارونو تاریخي ښار کې چیري چې د اټالوي قواوو یو یونټ ځاي پر ځاي دی له انګریزي ویونکو کسانو څخه دلویدیځ دامپریالیزم یا په نړۍ کې دناټو دبربریت او وحشت په اړه پوښتنه وکړئ، په یقین سره درته وایم ددغو خونخوارو او وینه زبیښونکو قوتونو پر ظالمانه کړنو به درته سترګي پټي کړي ستاسو پر سوال به ځانونه کاڼه واچوي او هیڅ به هم درته ونه وايی ځکه چې دوي خپله هغو ته کار کوي او د هغو له لوري په رامنځ ته شوې ویراني کې ورسره برابره ونډه لري.
او دغه ټول هغه کسان دي چې له بهرنیو عسکرو سره په مستقیم او غیر مستقیمه توګه کار کوي، له عسکري قرادادیانو سره اړیکي لري په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو په سفارتونو او قونسلګریو کې وظیفي او یا هم دغه هیواد کې میشت دبهرنیو هیوادونو له انجوګانو سره په کار اخته دي او دا هغه کسان دي چې له بهرنیانو سره دهیواد په بربادي اوتباهي کې برابره حصه اخلي.
او زیاتوي: له ۱۵ کال اشغال څخه وروسته، دلته هرڅه ویجاړ شوي دي، نه یواځي داچي ددغه هیواد دولتي اساس له منځ تللی، بلکي دنړیوالي روغتیايي مؤسسې د اټکل له مخي افغانستان تر اوسه پوري دنړۍ په کچه دخلکو دبد او خوار ژوند په ډګر کې ۱۵لسم هیواد شمیرل شوی، خو تر ټولو بده او ناوړه تباهي او ویراني چې دغه هیواد ورسره لاس او ګریوان دی هغه دلته دخلګو کلتوري او اخلاقي تباهي ده، د دغه هیواد د خلګو اصلي کلتور او رسم د ورکیدو په حال کې دی دلته غربي رسم او کلتور ته وده ورکول کیږي.
دلیکوال څيړنه ښيې چې تر ټولو ویرونکي خبره خو داده چې دلته دیرغلګرو او ددغه هیواد دوګړو داخلاقي او علمي ویجاړونکو په مقابل کی یواځي وسلوال په جنګ اخته دي، چې له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي ورسره جنګیږي، سیاسي، علمي او اخلاقي مبارزه په ټپه دریدلي ده، نوموړی وايی دهیواد دپوهو کسانو او سیاسیونو لویه برخه په پیسو رانیول شوي دی، پا ته کسان يی یا خو له منځه وړل شوي، له هیواد څخه تیښتي ته اړکړل شوي او یاهم ویرول شوي دي هیڅ يې له خولې نه وزي.
وايی دافغانستان په لويی ښارونو کې چیري چې څه ناڅه خلګ پوه دي او دپوهي کچه يې تر یو حده پوري لوړه ده هلته به هرپوه سړی درته دبهرینانو دیرغل په اړه هیڅ ونه وايی ځکه داهغه خلګ دي چې خپله روزي يی دبهرنیانو په وجود کې لیدلي ده او داستعمار په وجود کې دښه ژوند تمه لري، او ددغه هیواد هغه برم او غرور يی له ذهنونو او زړونو ایستلی دی کوم چې دوه ځلي يي نړیوالي امپراتورۍ ماتي کړې..
نوموړی وايی په خپله څېړنه کې مي ډيري هلي ځلي وکړې چې ترڅو مالومه کړم چې دغه باتور قوم او غښتلی ولس ولي دومره کمزوری شوی ولي یې دبهرني یرغل په مقابل کی سترګي پټې کړې؟ او په اخیر کې دي پایلې ته ورسیدم چی لودیځوالو دلته هره زهرجنه او وژونکي وسله استعمال کړې کوم چې له ډيره وخته يی دنړۍ دازادو قومونو او ولسونو دغلامولو په لار کې ازمویلي، ویچیک وايی دا داسي وسله ده چې زړونه وژني، دخلکو وجدانونه او ضمیرونه مړه کوي له دننه څخه د ولس په زړونو کې کار کوي او هغو باندي داسي جادو کوي چې ددوي هره کړنه ورته زرینه ښکاره کوي.
ویچیک وايی تر ټول زهرجنه نخسه چې نړیوال استعمارګران يي دنړۍ دخوارو ولسونو دغلامولو لپاره په کار اچوي هغه تعلیم دی، چې افغانستان کې يی لوي او روښانه مثال په کابل کې دافغان امریکن پوهنتون دی.
افغان امریکن پوهنتون هغه اداره ده چې د ټول هیواد په کچه دمشهورو با اثرو او شتمنو افغانانو بچیان قبلوي ورته طلايی کاغذونو باندي رنګیني ډیپلوماوي ورکوي، دلته دهیواد د شتمنو وګړو بچیانو ته له لودیځ سره د وفادارۍ او ملګرتیا درس ورکول کیږي او د هغو زهنونو باندي د میوي دچنجیانو په ډول لویدیځ کلتور او ثقافت ننباسي.
لیکوال لیکي، بله نادره خو لا داده چې دافغانستان په کچه دهرې دولتي او غیر دولتي علمي ادارې نصاب دامریکا په سفارت کی د نړیوال بانک د مامورینو په شمول له اوږد بحث او څیړنو وروسته منظوريږي او وروسته اړوندي ادارې ته ددغه نصاب دچاپولو پیسې دنړیوال بانک او امریکا له لوري ورکول کیږي..
ویچیک وايی دخلکو د ذهنونو په اړولو او د افکارو دغلامولو په ډګر کې چې ډیر مهم رول ادا کوي هغه رسنۍ دي او مونږ ته له ژور تحقیق او اوږدې مطالعې وروسته مالومه شوه، چې افغانۍ رسنۍ په یو نه بل ډول ټولي د لویدیځ تر اثر لاندي کار کوي ټولو ته پروګرام دبهرنیانو له لوري ورکول کیږي، دلته ډیری رسنۍ یواځي او یواځي دافغاني ټولنې داخلاقي فساد لپاره ګمارل شوې دي ترڅو دغه له نړۍ څخه نابلده او لري ټولنه کې لویدیځ رسم او رواج خپور کړي، له خپله کلتوره يي لري وساتي.
د نوموړي په وینا ټولنیزي رسنۍ هم د اشغالګرو یوه فعاله وسیله ده، دوی خپل نظامي، سیاسي او د فکري استعمار د تداوم لپاره د همدې هیواد د کرایه شویو دماغونو څخه کار اخلي او د اشغالګرو کړنې توجیه کوي.
دغریبو او نادارو هیوادونو لپاره بله ویرونکي خبره ددغه هیواد د وړوکي شتمنې ټولنې او استعمارګرانو ترمنځ ښې اړیکي دي، ځکه مستعمره هیوادونو کې ددغه هیوادونو اصلي او زاړه شتمن له منځه تللي دلته چې اوس کوم شتمن وینو دغه ټول داستعمارګرانو په پیسو باندي شتمن شوي او د هغو له لوري د مالونو او اسائشونو په بدل کې اخیستل شوي دي، او کوم هیواد کې چې غربي ځواکونه وجود لري هلته دغریب او شتمن په منځ کې دځمکي او اسمان فرق وي، که نړۍ ته سترګي ور واړوو راته به روښانه شي هر ازاد او خپلوک هیواد کې دري ډوله خلګ ژوند کوي، ډیرشتمن، لږ شتمن او غریب، خوچیري چې غربي ښاماران وجود لري هلته ددغه هیواد وګړي پر دوو ډلو ویشل شوي وي، یوه وړوکي برخه يي دومره شتمنه وي چې شتمنۍ ته یې حساب نه کیږي او پاتي نور بیا دومره ناداره وي چې کور کې د بچیانو لپاره دماښام په ډوډۍ پسي حیران وي.
ویچیک وايی سمه ده د ګوتو په شمیر څو پوه او شتمن خلګ به وي چې افغانستان کې د غربیانو د وجود او د هغو دځینو کړنو مخالف به وي، نوموړی وايی دا هغه کسان دي چې داستعمار په پیل کې دهغو په درواغجنو نارو غولیدلي وه ورسره ملګري شوي وه، کله چې په دي پوه سو چې غربیان دخپلو ناوړو مقاصدو لپاره دلته راغلي، نه د دغه هیواد د امن او نه هم دترقۍ غم ورسره ده.
*امریکايي ژورنالیست انډرویچیک: ددې ترڅنګ چې مشهور فلسفي دی، فیلم جوړونکی، ناول لیکونکی، نظامي او څیړنیز لیکوال هم دی. د نوموړي بشپړه لیکنه دلته لوستلای شئ. کلیک وکړئ.