د نن سرلیکنه

دیني عالمان ولي او د چا لخوا وژل کیږي؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا سرمقاله: له تیریوه کال راهیسې د پاکستان د کویټې په ښارکې د نا معلومو کړیو لخوا  د مشهورو افغان دیني عالمانو د ترور او وژنې لړۍ پیل شوې ده. د د غو علماو له جملې څخه د هیواد او سیمې په کچه مشهور شیخ الحدیث مفتي رحمت الله  اخنذاده ، شیخ الحدیث والتفسیر علامه عبد السلام او دا دی نن د افغانستان د علماوو د اتحاد مشر، مشهور جهادي او علمي شخصیت  مولانا عبد الله  ذاکري د دغو مرموزو کړیو له لوري په ډیره ناځوان مردانه توګه شهید کړای شو.

 له سیاسي اړخه دغو دری واړو شهید کړای شويو علماوو په هیڅ کوم سیاسي تنظیم پوري وابستګي نه لرله ، هغوئ یواځې دیني عالمان ول او  ورځنی مصورفیت یې  په خپلو دیني مدرسوکې د دیني علومو تدریس وه .

په دغو دیني مدرسوکې به  په زرګونو د دیني علومو طالبانو (زده کوونکو) له نوموړو علماوو څخه  د عقائد،  فقه ، اصول الفقه ، حدیث، تفسیراونورو دیني علومو او فنونو تعلیم(زده کړه ) کوله او د دوئ له اسلامي تربیې څخه به یې برخمن کیدل .

هغوئ په سیاسي لحاظ نه  د کوم  خاص تنظیم لپاره  فعالیت کاوه  او نه یې  له سیاسي فعالیت  سره  دلچسپي او علاقه لرله.

د هغوئ ذاتي  علاقي  د قرآنکریم  د تفسیر او دیني علومو له تدریس سره وه ؛ همدا لامل وه چې هغوئ  په معاصر دور کې  د افغانستان په کچه  ترټولو مشهور او  وتلي علماء بلل کیدل او له همدې امله به د دوئ  په  دیني مدرسوکې  تر بل هرځای د دیني علومو د زده کوونکو (طالبانو) شمیر هم زیات  وه ، په تیره  د حدیثو د علم  په  وړه او لویه دوره کې  چې هغې ته له دیني علومو څخه د فراغت  دوره ویل کیږي  د هریوه په درسګاه کې په زرګونو منتهي طالبان میشت او د دوئ له علمي روزنې څخه به مستفید کیدل .

که څه هم  چې د نوموړو علماوو  د ترور او وژلو پړه  په ښکاره  چا پرغاړه نه ده اخیستې  خو د دغسي  جنایت کارانه پیښو نوعیت  ته په کتلو سره داسې څرګندیږي چې  د دغو علماوو وژنه   د هغو کړیو لخوا ترسره کیږي  چې  په افغانستان کې  د  اسلامي نظام له پلي کیدو سره  مخالفت لري ؛ځکه نوموړي عالمان یواځې په دې  وژل شوي چې هغوئ  د  اسلامي علومو مدرسین ول.

هغوئ نه له چاسره شخصي  دښمنې لرله او نه سیاسي  او تنظیمي مخالفت .

 هغوئ د نورو لکونو افغانانو په څیر پرون  په خپل هیواد باندې د روسانو له  تیري سره مخالف ول  او نن  د امریکایانو  له تجاوز سره .  هغوئ  د خپل  اسلامي  او علمي مسؤلیت له مخې   د تیري کوونکو په مقابل کې  له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په لاره کې اسلامي جهاد  پر هرمسلمان افغان فرض ګاڼه .

په تیره مولانا عبدالله (ذاکري)  چې  د امریکايي اشغال له پیل نه یې   د افغانستان  د علماوو د  رئیس په حیث په ښکاره ډول  د تیري کوونکو امریکایانو په خلاف   د جهاد د فرضیت فتوا ورکړې اوپه دې اړه یې له  محلي او نړیوالو رسنیو سره  یې  وخت ناوخت  مطبوعاتي مرکې  هم کړې.

داچې دیني علماوو  له انګریزانو رانیولې تر پخوانیو شورویانو او ننیو امریکایانو پوري هروخت  د خارجي  تجاوز  په مقابل کې  د  ولس  رهبري کړي او  د یرغلګرو په مقابل کې هغوئ ته  د مقاومت  روحیه ورکړې ، نو همدا وجه ده  چېمتجاوز دښمن  هم د هیواد په داخل او هم له هیواده بهر تر بل هرچا همدغو مجاهدو علماووته ډیر متوجه او د هغوئ  د له منځه وړلو کوښښ کوي .

خو یرغلګر دښمن  باید په دې پوه شي  چې  د علماوو او جهادي استاذانو په له منځه وړلو سره هیڅ کله هم  هغوئ په افغانستان کې خپلو ناولیو موخو ته نشي رسیدلای ؛ ځکه همدغو علماوو د جهاد او له هیواد څخه د دفاع په لاره کې  مکمل نسلونه روزلي ، همدغه  په دیني او جهادي تربیه روزل شوي نسلونه به د خپلو وینو په بیه  د خپلو  استادانو علمي او جهادي لاره تعقیبوي  او په همدې روحیه به  له خپل  هیواد څخه  د دفاع په لاره کې له یرغلګرو متجاوزینو سره جهاد کوي .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x