طالبان تسلیم شوي عسکرو ته د ښه راغلاست په خاطر د هغوی په غاړه کې ګلان اچوي

طالبان وایي په مارچ میاشت کې ورسره ۵۶۵ دولتي کسان ملګري شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): د طالبانو له لوري ادعا شوې چې په تېره میلادي میاشت مارچ کې ورسره تر پنځه نیم سوه ډېر دولتي مامورین او سرتیري یو ځای شوي دي.

د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نامه کمیسون له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې « د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کار بوخت وو د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه را ووتل او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یو ځای شول».

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسانو له ځانونو سره طالبانو ته د سپکو او درنو وسلو تر څنګ مخابرې، وسایط او نور مهمات راوړي دي، چې د طالبانو له خوا هم نازول شوي او انعامونه باندي ویشل شوي دي.

طالبان د جلب او جذب کمیسون له لاري د دولت مامورین او عسکر له دولتي لیکو څخه راباسي او هغوی ته د سولییز ژوند ډاډ ورکوي، بل لوري ته د ګډحکومت د سولي عالي شورا له لاري د طالبانو جنګیالي د طالبانو له لیکو پرېښودلو ته هڅول کیږي او د هغوی څخه وسلې د پیسو په بدل کې اخیستل کیږي خو ډېر کله ویل کیږي چې په دغه پروسه کې هم پراخ فساد تر سره کیږي او اکثره تسلیم شوي کسان طالبان نه وي.

طالبانو په خپل اعلامیه کې د هغو کسانو لیست هم خپور کړی چې له دوی سره یو ځای شوی دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د