نړۍ

شمالي کوریا: جګړې ته تیاری، پوځي پرېډ او اتومي وسلې / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): نن د شنبې په ورځ په شمالي کوریا کې لوی پوځي پرېډ وشو او د هیواد دیکتاتور مشر تر څنګ ټولو پوځي چارواکو ګډون په کښي کړی وو.

دغه پرېډ چې د شمالي کوریا په پلازمینه پیونګ یانګ کې تر سره شو، په کښي نظامي پوځ تر څنګ هغه لوی او د لیري واټن میزایلونه هم وښودل شول چې امریکا ویشتلای شي.

د شمالي کوریا چارواکي ادعا کوي چې ددوی اتومي بم وړونکې میزایلونه د نړۍ هر کونج په نښه کولای شي.

د نن ورځې پوځي پرېډ د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د نیکه د زيږېدنې د ۱۰۵مي کلیزي په مناسبت جوړ شوی او داسي ښکارېدله چې جګړې ته خپله امادګي ښيي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا پر ضد څرګندونو ته ادامه ورکړې او ویلي چې دی به ددغه هیواد چاره وکړي.

بل لوري ته د چین هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هره شېبه اندېښنه شته چې په کوریا کې جګړه را منځته شي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون نن د خپل پوځ او ولس په مخ کې ویلي چې دوی هر نوعه جګړې ته اماده دي.

د شمالي کوریا د حکومت دوهم واکمن چارواکي «چو ریونګ ها» هم په دغه مراسمو کې وینا کړې او د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم نوموړي وویل: «مونږ تر پایه پوري جګړې ته تیار یو، که پر مونږ اتومي وسله وکارول شي، اتومي جواب به یې په خپله توګه ورکړو».

ددې تر مخه د شمالي کوریا چارواکو ورغلیو ژورنالیستانو ته ویلي چې امریکا دي له خپل نظامي لیونتوب څخه را بهر شي، او معقوله لاره دي غوره کړي کنه د شمالي کوریا په وړاندي د هر رنګه بېځایه پاروني په ځواب کې به بې رحمه ځواب وویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

د امریکا او نړی اصلی تصمیم ګیر ( انګریزی یهودی استعمار ) په خپل شمیر، مالی ، نظامی او میدیا پیاوړتیا مغرور دی چه ټوله نړی به د دوی د سلطی لاندی راولی ټول به یهودی انګریزانو یا انګریزی یهودانو ته مالیه ورکوی سجده به ورته کوی ، مګر الله ج خیر الماکرین دی ، که د الله ج اراده د دجال راوتل وی تر یوی شیبی به دغه دجالی لښکر مخی ته ځی مګر د یو ناڅاپه او داسی ماتی سره به مخ کیږی چه بیا به یی له نومه هم خلک کرکه کوی . د دوی له ښکاره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x