افغانستان

کرزي د اوباما کلنۍ وينا مثبته وبلله

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر کرزي د باراک اوباما کلنۍ وينا د دواړو هيوادو د اړيکو لپاره مثبته وبللې. په اعلاميه د اوباما دا خبره چې “د متحد افغانستان غوښتونکی دی” ، ستاینه شوې او ويل شوي چې د باراک اوباما دغه هوډ د دواړو هيوادو په راتلونکې کې مثبت رول لري. د اوباما په کلنۍ وينا کې د امنيتي تړون د تاریخ او زر لاسلیکولو کومه یادونه نه وه شوې، او کرزي هم د اوباما دغه تسامح مثبت بللي او ويلي يې دي چې دواړه هيوادونه کولای شي په ګډه د سولې لپاره په اساني سره کار وکړي. په اعلاميه کې راغلي چې هغه وخت را رسيدلی چې بايد د افغانستان په اړه منفي پروپاګند پای ته ورسي. په اعلاميه کې راغلي چې سوله د هر هيواد د پرمختګ او ثبات بنسټ دی، له همدې امله افغانستان د امنيتي تړون په اړه په خپلو شرطونو ولاړ دی چې د امنيتي سند د امضاء کولو لپاره په افغانستان کې سوله او ارامي د افغانستان اساسي شرطونه دي. د يادونې وړ ده چې له مشورتي لويې جرګې را په دېخوا د ولسمشر کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ د امنيتي سند د لاسليک په اړه ناندرۍ روانې دي او د دوه مياشتو په اوږدو کې څو لوړپوړي امريکايي چارواکي د دې لپاره افغانستان ته راغلل تر څو کرزی دې ته اړکړي چې امنيتي سند زر تر زره لاسليک کړي، ولې کرزی له پيله په دې شرطونو ټينګ دی چې تر هغو به دا سند لاسليک نه کړي تر څو امريکايان دا وعده ونکړي چې د افغانانو کورونه به يې نه تلاشي کوي، په خپلو کورونو کې نه وژني، او د سولې لپاره به عملي ګامونه اخلي. اوړمه ورځ کرزي په خپلو خبرو کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې امريکان دلته د خپلو ګټو لپاره پاتې کيږي نو بايد زموږ شرایط ومني او که داسې نه کوي نو بيا دا ښه ده چې زموږ هيواد پريږدي او ولاړ شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x