افغانستان

حامد کرزی: حکومت خاین دی، زما او د ولس استازيتوب نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې متحده ايالتونو د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې اتومي بم غورځولی دی.

پخواني ولسمشر دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې کابل کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وکړې.

کرزي ويلي، چې امريکا د اچين ولسوالۍ مامند دره کې داسې اتومي بم غورځولی، چې کلونه کلونه به يې اغېز دوام ولري او له افغانانو يې غوښتي، چې د امريکا د جنايت او وحشت پر وړاندې راپورته شي.

کرزي د ګډ حکومت پر چارواکو هم نيوکې کړي، چې ولې يې د امريکا د ستر بم د کارولو هرکلی کړی دی.

پخواني ولسمشر وويل: د افغانستان حکومت نور نه زما او نه هم د افغان ولس نماينده دی؛ ځکه چې د افغانستان پر خاوره يې د امريکا ستر بم د هرکلي په اړه ملي خيانت کړی دی.

۲۰۰۱ کې، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو نظام له ړنګولو وروسته امريکا د لومړي ځل لپاره حامد کرزی د افغانستان ولسمشر وټاکه. له لنډمهالې او منځمهالې دورې وروسته يې تر لومړۍ دورې د امريکا د بريدونو او جګړو په اړه هېڅ نه و ويلي، خو د دويمې دورې په وروستيو کې يې د امريکا پر ضد ځينې څرګندونې پيل کړې، د امريکا بمبارۍ او چاپې يې وغندلې او ملي اردو ته يې امر وکړ، چې په جګړو کې د درنو وسلو له کارولو ډډه وکړي.

خو د کرزي د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د امنيتي تړون په لاسليک شخړې رسنيو ته راووتې.

کرزي ټينګار وکړ، چې امريکا دې د سولې لپاره زمينه برابره کړي، له جګړو دې لاس واخلي، بيا به ورسره تړون لاسليک کړي.
د ګډ حکومت په راتلو کرزي وخت پر وخت د امريکا پر ضد څرګندونې کولې، د امريکا بریدونه او بمبارۍ يې غندلې، خو دا لومړی ځل دی، چې کرزي په سپينه ژبه د امريکايي عسکرو د وېستلو هوډ کړی او له افغانانو يې هم غوښتنه کړې، چې د امريکا پر ضد راپورته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

کرزی جانه!
دا ستا د مور مړونه چی تا دعوت کړل اوځان دی قدرت ته ورسوی، اوس یی بد وایی. په دغه احساساتی خبرو به یوڅواحمقان خطاباسی مګر د الله(ج) جواب به ورکوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x