نظــر

ښاغلی کرزی! زموږ یاد دي؛ مګر د نن خبره دي د نورو پردي پالو لپاره پند ګڼم

لیکوال او شناند، نظرمحمد مطمئن

نظرمحمدمطمئن – لیکوال او شناند

ته یې راوستلي، ته یې پر افغان ولس ور وتپلي، زموږ هم له یاده نه دي وتلي چې په روزګان کې تاسي او ستاسي سره د سي آی اې او امریکا ځانګړي ځواکونه د افغان ولس له سخت مقاومت سره مخ شول، نږدې وو چې ترینکوټ ښار ته بیرته افغانان ننوځي، او ستاسره په څنګ کې ناست د سي آی اې مامور پر افغانانو د امریکایې بمبارد غوښتنه کوله، او بیا تاسي د افغانانو د وژلو شوو جسدونو ننداره کوله.

زموږ یاد دي چې په کندهار کې په روغتون کې زخمي کسان په کیماوي ګاز سره تاسي ووژل، زموږ یاد دي چې د کندهار هوایې ډګر سره نږدې څومره افغانان ووژل شول، زموږ یاد دي چې څومره بې ګناه افغانان ستاسي شریکباڼو افغانانو امریکایانو ته په لاس ورکړل او بیا د ګوانتانامو زندان ته یوړل شول، زموږ یاد دې د عیسوي شوې عبدالرحمن په اړه مو دهغه وخت قاضي القضات فضل الهادي شینواري ته وویل چې له هیواده د وتلو اجازه ورکړئ، زموږ یاد دي چې د کندهار د پنجوایې د ۱۷ تنو ماشومانو، او میرمنو وژونکی امریکایې ستاسي په وخت کې دغه ډول جنایت وکړ.

ښاغلی کرزی! زموږ په یاد دی چې په توره بوړه کې دهغه وخت لوی بمونه وکارول شول، او د سیمې خلک یې نن ورځ هم له صحې ستونزو سره مخ شوې.

زموږ یاد دي چې ستاسي په وخت کې په یوه ورځ په پنجوایې کې ۵۰۰ کسان چې ډیری یې ملکی وګړي وو، ووژل شول.

زموږ یاد دي چې د افغانانو د قاتل جورج بوش په اوږه مو د وزیر محمد اکبر خان مډال د افغانانو د وژنو په بدل کې وروټومبه.

زموږ یاد دي چې ستاسي په وخت کې به د امریکایې قواوو د لوی قومندان دنده پای ته ورسیدله، تاسي به د غیورو افغانانو په مډالونو هر یو د هغوی څخه ونازاو، او دا ډول مو ستاسي په وخت کې د امریکا هر تلونکي او رخصت شوی سفیر ته د هغوی د لاسوهنو او افغان وژنې له امله مډالونه ورکړي دي.

غلامان کله هم باداران نه شي شړلای، تاریخ تکراریږی، یوه ډله پرچمیان هم وایې چې روسان دوی و ایستل، مګر روسان د افغان ولس قربانیو وشړل.

امریکایان به هغه خلک له هیواده شړي چې ولس ورسره وي، هغه ولس چې ستاسي د واکمنۍ پر مهال یې هم د بهرنیو پوځیانو د وتلو او شړلو نارې وهلي، او عملاً یې داکار کاوو.

له ټولو پخوانیو غلطیو سربیره، دنن خبرې دي ځکه خوښوم، چې تاسي به پوه شوې یاست چې د پردیو په غلامي کې ذلت وي.

هیله او امید لرو چې د امریکا اوسني او پخواني نور غلامان او پردي پال هم همدا ډول فکر وکړي او پوه شي، چې امریکایې پوځیان او د امریکا بمبارۍ د افغان ولس اواز نه شي چوپ کولای.

کرزي نن وویل چې د امریکا له وحشت څخه به هیواد خلاصوم او امریکایان به له هیواده باسم، اوسنی ګډ حکومت زما استازیتوب نه کوي، او په اچین د امریکا د مور بم غورځول په سختو ټکو غندم.

زما مشوره داده چې تاسي ووایاست چې د امریکایې پوځیانو د وتلو لپاره به د هغو افغانانو سره ملګرتیا وکړم چې هغوی یې وار له مخه د ایستلو لپاره کار کړی، او امریکایې پوځیانو په هیواد کې نه غواړي.

تاسي ووایاست چې د امریکایې پوځیانو ټول جنایتونه غندم، او په خپلو تیروتنو اعتراف کوم، له خپل افغان ولس څخه بخښنه غواړم چې د امریکایانو په چوپړ کې وم، او دهغوی په مرسته واک ته ورسول شوم.

تاسي ووایاست چې زه له افغان ولس سره ژمنه کوم چې دهر هغه افغان سره به ملګری شم، چې هغوی د هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره کار کوي.

که تاسي وایاست چې امریکایان زه باسم، نه یې ایستلی شي او نه هم څوک درباندي باور کوي، ښه داده چې افغان ولس ته مراجعه وکړئ او دهغوی سره دبهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره په ګډه کار وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

مطمین صاحب زمایاد هم ولیکه پخپایاداښت کی چه دوستم یی دمشرانو جرګی ته معرفی کاوۍ ویل یی دوستم کم ملی خیانت ندۍ کړۍ ، دزرهاوو طالبانو په کانټاینرانوکی سوځول دکرزی په نظر ملی جنایت نه دی،اوس ځان ترهرچا دطالبانواووطن دوست معرفی کوی،داخودپرستان داسلام اودملک دښمنان باید محاکمه سی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تسنیم

مطمین صاب شه په تول پوره ځواب د ورکړی، در سره موافق یو- دوی د سیاست فا حشی دی- په دوی هیڅکله باور ندی په کار. دوی هیځ کوم اخلاقی معیار نلر ی، دوی په ټوله معنی معاف دی، زما شه په یاد دی چه دددوی په وخت که په هرات په شینډنډ که په یوه واده بمبار وشو او په لسهاو خلک یی شهیدان کړی، د کرزی په وخت که په هلمند که یو بازار چه ستاسی د لیکنی مطابق ۳۰۰ دوکانونه او موټر وسوځول شول، ددوی په وخت که جرمنیانو په کندوز که په عامه خلکو بمباری وکړه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x