دفلکي علومو لارښود (34) د تخریج الأوقات دبنیاد، مقامي نصف النهار فارموله او تخریج يې

مفتي احسان اللّه

دوختو دتخریج لپاره نصف النهار یوازنی اساس دی، تر هر څه اول به دنصف النهار وخت معلوم کړو، وروسته به دفارمولو نتیجه له مقامي نصف النهار سره جمع او یا ترینه تفریق کړو، یعني له زوال نه بعد وختونه به ورسره جمع او مخکني هغه به ترینه منفي کړو.

دمقامي نصف النهار دمعلومولو قانون:

کلیه:

[معیاري طول – مقامي طول ÷ 15]

یعني دمقام مطلوبه طول به له معیاري طول نه منفي کړو، نتیجه به پر 15 تقسیم کړو، جواب که منفي و، په منفي حالت کې او که مثبت و په مثبت حالت کې به يې له معیاري نصف النهار نه منفي کړو، نتیجه به يې په درجو کې مقامي نصف النهار وي، حاصل به په ساعت او دقیقو سره بدل کړو.

یادونه:

دماسپښین وخت دزوال نه وروسته شروع کیږي، نو مقامي زوال چې معلوم شي، ورسره دماسپښین وخت هم معلومیږي، نو ځکه دمستقل تخریج ضرورت يې نشته.

مثلا:

دقندهار لپاره د10 جنوري مقامي نصف النهار څه دی؟

معلومات:

دافغانستان معیاري طول البلد: 67.5

دقندهار طول البلد: 65.735

د10 دجنوري معیاري نصف النهار: 12.116667

دکليې حل: {65.735-67.5}÷ 15= -0.117666666

(-0.117666666)- 12.116667

مقامي نصف النهار منفي معیاري نصف النهار= 12.23433367

یعني 12ساعته او 23433367 اعشاريې

کله مو چې اعشاريې په دقیقو بدلي کړي حاصل يې: 12:14 دولس بجې او څورلس دقیقې دي.

ګواکي:

دقندهار لپاره په 10 دجنوري دزوال وخت 12:14 دی، او له دغه وروسته دماسپښین لمونځ روا دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.