نظــر

ګرانه مجاهده! فاتح کاروان

هو دا ته يې ، دا ته يې چې د وخت فرعونيانو ته دې دسر په کاسه کې اوبه ورکړی ، دا ته يې چې د اسلامي امت په ځوانانو کې دی نوې ولولې راوټوکولې ، دا چې نن د نړۍ محکوم ولسونه د نړيوال کفر پر وړاندې په مبارزه بوخت دي داستا ابتکار دې ، دا ته يې چې هم دی د وخت فرعونيان دغرور له ګدۍ راوغورځول او هم دې دوه مخي منافقان په خپله سزا ورسول ، تا خپله وينه نذرانه کړه ، خپل کور او کلې دې پرېښود ، خپل مور پلار دې پرېښودل ، د ژوند ملګری او خواږه اولادونه دی يواځې پرېښودل داهر څه تا د الهي رضا او د اسلامي امت د فلاح او سوکالۍ لپاره ترسره کړل ، دسنګرونو لوږې او تندې ، شوګيرونه او ستړياوې دې په ځان قبولې کړې خو د وخت فرعونيانو ته دې سرټيټ نکړ .
هوکې ګرانه مجاهده!
ته اتل يې ، ته د محکومو ولسونو استازې يې ، ته دمظلومانو د هيلو او ارزوګانو ترجمان يې ، ته هغه ځوان يې چې ستا له ډاره د نړيوال کفر مشران او د هغوۍ تالي څټي د ارام خوب نلري ، داستا ابتکار و چې نړيوال صليبي ښامار دې په ملا کې را ونيوه او نږدې ده چې سر يې ورپرې کړی ، د وخت ابليسي طاقتونه ستا پر وړاندې تسليم شول ، او ته د نړۍ اتل شوی ، مونږ پر تا وياړو چې الله ج ته د خپل دين عسکر وګرځولی ، ترسپږمو په ټيکنالوژۍ سمبال صليبيان تا مات کړل ، د صلیبي لښکرو زغروال ټانګونه ، فولادي شوبلې ، جنګي او بې پېلوټه الوتکې ستا پروړاندې سلامي شوې ، تا په تشو لاسونو خو د ايمان او عقيدي په نه ماتېدونکی وسله له کفارو او ظالمانو څخه د مظلومانو بدل واخېست ، ته داسلام عسکر يې .
هوکې ګرانه مجاهده!
خو هوښيار ,زیرک , ويښ او بيداره اوسه مکار دښمن ستا د تېراېستلو او بې لارې کولو لپاره ډول ډول شيطاني دسيسي پر لاره اچولي ، ته يو مجاهد يې نو لازمه ده چې د اشداء علي الکفار رحماء بينهم الهي فرمان پوره عملي کوونکې واوسې ، د خپلو ملګرو سره په مينه او محبت وخت تېروه ، د عام ولس پر وړاندې خورا نرم او معتدل اوسېږه ، د خپل اميراطاعت کوه ، خپل وخت بې ځايه مه ضایع کوه ، په فارغو وختونو کې د قرآن کريم تلاوت ، دشپې پر وخت د دتهجد لمونځ او د الله ج ډېر ډېر ذکر کوه ، يقينا چې ته د لوړو مرتبو او عظيم شخصيت څښتن يې او الله ج پرتاباندې لوۍ فضل کړې دې ، نو ددې لپاره چې د الله ج د دې لويې پېرزويني شکر دی پرځاي کړی وي ځان له کبره او غرور نه وساته ، خپل برياليتوب او د ځان پروړاندې د نړيوال کفر شرموونکې شکست الهي پېرزوينه ، د مظلومو مسلمانو ، د اسلامي امت د کونډو او يتيمانو, معیوبینو او اسیرانو دعا وګڼه او اجازه مه ورکوه چې شيطان ستا او ستا د رب ترمنځ فاصله پيداکړي ، د يو مجاهد سره پرهيزګاري او ديانت دومره ضروري دې چې په نه درلودلو سره يې مجاهد پخپل صفت نشي پاتې کېداي .
هوکې ګرانه مجاهده!
فتحه اوبرياليتوب ستا دې ستا لوږې او تندې ، ستړياوې او شبګيرونه بې ځايه ندي تللي بلکې داستا د مبارزې او سرښندنې برکت دې چې کفار د پرمختګ څخه راوګرځېدل ، مشران يې پخپله ناقصه تګلاره پښيمانه شول ، فوځي جنرال او سياسي شنونکي يې ستا په برياليتوب برالا اعتراف کولو ته اړ شول ، زياتره فوځيان يې مړه او ژوبل شول او يو ګڼ شمېره نور یې ليونيان او له ماغزو خلاص شول ، نو زېرې درکوم چې فتحه ستا ده ، وياړ او اتلولي ستا ده ، نو د خپل هدف په ترلاسه کولو کې چې الهي رضا او د اسلامي نظام حاکميت دې يوه شېبه هم غافل نشې ، الله ج دی ددنيا او اخر ت په خوشحاليو او نعمتونو ونازوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x