
امریکا: د ډزو له ویري ځغاستو کې ۱۶ تنه ټپيان شول / ویډیو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): د امریکا په نیویارک ښار کې د ډزو له ویرې په ځغاستو کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم د نیویارک ښار په «پین» اورګاډي تم ځای کې هغه وخت خلک په منډو شول کله چې یوه کس د «ټوپک او ډزو» غږ وکړ، چې له امله یې په تم ځای کې منتظرو مسافرو ځغاسته پیل کړه او خپلې بستې یې تر شا پرېښودلې.
.@nycityalerts False alarm causes mass stampede at Penn station @isabella #pennstation pic.twitter.com/w8nkafNqMc
— Natalie McKeon (@nataliemck18) April 15, 2017
په ویډیوګانې کې ښکاري چې خلک په پرېشانه حالت کې ځغلي، په لارو کې د مسافرو بستې پرېښودل شوي او هیڅ څوک نه پوهیږي چې څه پېښه ده.
A look at the chaos at Penn Station after Amtrak police used a Taser on a man. Details: https://t.co/4eIk8Ak0k2 pic.twitter.com/RjcuwGX7NR
— Eyewitness News (@ABC7NY) April 14, 2017
په یوه ویډیو کې پولیس ښکاري چې یو کس یې نیولی او لاسونه یې ورتړي خو هیڅ څوک نه پوهیږي چې ولي ځغلي او څه پېښه ده.
Mass panic erupted at Penn Station this evening when police chased and tased a man inside the Amtrak waiting area pic.twitter.com/iqMpN4xseY
— AJ Ross (@AJRossABC7) April 14, 2017
د پيښې وروسته د نیویارک د اور وژنې ادارې ویلي چې ۱۶ تنه ټپيان شول چې علاج یې وسو او رخصت سول.
د نیویارک پولیسو یوه چارواکي وویل چې پولیسو یو مشکوک کس باندي برېښنايي توپک وکاروی چې له امله یې خلک ووېرېدل او په منډو یې پیل وکړ.
د تبصره کوونکو له نظره د نیویارک ښار اوسیدونکې د خپلې سایې څخه بیریږي، ځکه چې په دغه ښار کې امنیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او په کوڅو کې د وژونو او غلاوو تر څنګ په نورو جرمونو کې هم زیاتوالی راغلی.