افغانستان

د شیخ ذاکري د شهادت په مناسبت د طالبانو د خواخوږۍ پيغام

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم- بسم الله الرحمن الرحیم

ولا تحسبن الذين قتلوا في سبيل الله أمواتا بل أحياء عند ربهم يرزقون(ال عمران ۱۶۹)

په ډیره خواشیني سره خبر شولو چې دهیواد مشهور دیني عالم او جهادي شخصیت حضرت مولانا عبدالله ذاکري صاحب نن له غرمې وروسته دپاکستان هیواد دکوټې په ښار کې دهیواد او دین ددښمنانو له لوري په یوه قاتلانه حمله کې په شهادت رسیدلی ،انا لله واناالیه راجعون.

حضرت مولانا عبدالله ذاکري صاحب دافغانستان یو وتلی او منلی،علمي، جهادي او روحاني شخصیت ووچې په خپل ژوند کې یې دسترو دیني او جهادي خدمتونو په ترسره کولو سره په افغانستان او پاکستان کې  خورا زیات نیک شهرت موندلی وو،نوموړی د(اتحادعلماء افغانستان) دسترې علمې ټولنې اوشوری مؤسس وو، چې دهمدې ټولنې له لارې یې همیشه  پرافغانستان دهر تیري کوونکي ځواک په خلاف دجهاد فتوی ورکړې او په وړاندې یې دوسلوال جهاد اعلان کړی. شهیدذاکري صاحب دافغانستان ترڅنګ په نوره اسلامي نړۍ کې هم همیشه دمسلمانانو په مظلومیت او غم ځان خبر کړی، دغمرازۍ ترڅنګ یې دمظلومو مسلمانانو په حمایت کې تل اواز پورته کړی او دفاع یې کړې. شهید ذاکري صاحب دبیساري علمیت ترڅنګ یو سیاسي څیره هم وه ،نوموړي وخت په وخت دسرخلاصو لیکونو په توسط دنړۍ ولسمشرانو په ځانګړي توګه داسلامي هیوادونومشرانو ته دمسلمانانو دژوند دښه کیدو په اړه سالمې مشورې ورکړې او هغوئ یې خپلو مسولیتونه ته متوجه کړي و.

دافغانستان اسلامي امارت دنوموړی شهادت دافغانستان او ټولو مسلمانانو لپاره یوه ستره ضایعه ګڼي او په دې المناکه واقعه  د ژورې خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ دهیواد او دین دښمنانو ته ورپه یادوي، چې ددیني علماو په شهادت رسول به هیڅ کله دوئ خپل شوم هدف ته ونه رسوي،  بلکې دا ناوړه کړنې به ددښمن دابدي ناکامۍ او ددنیا او اخرت دشرمندګۍ سبب  جوړ شي .

دافغانستان اسلامي امارت دشهید ذاکري صاحب دشهادت په دې دردونکې پیښه او غم کې دنوموړي له کورنۍ او ټولو هیوادوالو سره ځان  شریک ګڼي او دلوي خداي جل جلاله له درباره نوموړي ته په جنت کې دلوړمقام او قریبانو ته یې دجمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي.

دافغانستان اسلامي امارت رهبری شوری

۲۸/۳/۱۴۳۵ ه ق

۹/۱۱/۱۳۹۲ ه ش

۱/۲۹/۲۰۱۴ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x