دیني، سیرت او تاریخ

د دين زده کولو او بل ته د ښودلو اسانه او لنډه طريقه

د ديني علم د زده کړي د فضيلت په اړه به مو ډېر حديثونه، وعظونه او ليکني ليدلي وي او په ګڼو حديثو کې به مو د ديني علم او ديني تعليم يعني زده کړي او بل ته د ور زده کولو ثواب او فرضيت هم لوستلی يا اورېدلی وی، نو ځکه يې له بيا درباندي لوستلو تېرېږم او خپل مقصد ته راځم.

 

اصل زده کړه او بل ته ورښودل هغه دي چې په توسط يې له انسان نه عالم او مولوي جوړ شي، مګر هر څوک نه دومره همت او نه فرصت لري، ځکه درته د دين زده کولو او بل ته د ښودلو اسانه او لنډه طريقه ښايم چې عام خلک هم ترې د دې فرض د ادا کولو او ثواب حاصلولو ګټه واخلي.

( ۱ ) څوک چې د پښتو ژبي په حروفو پوهېږي او لوستلی يې شي او يا يې په اساني زده کولی شي نو هغه دي د پښتو ژبي معتبر ديني کتابونه لکه بهشتي زيور، بهشتي ګوهر،تعليم الدين، قصدالسبيل، تبليغ دين او تسهيل المواعظ (چې هر جلد يې وي) له يو ښه عالم نه سبقاً ووايي او تر څو چې ورته استاد نه وي پيدا شوی تر هغو دي يې په خپله مطالعه کوي، په کوم ځای چې پوه نه شي هغه دي په پنسل سره نښاني کوي بيا چې کله ورته استاد پيدا شي له هغه نه دي په پوښتنې کولو سره ځان پرې پوه کړي، چې څه زده کړي هغه دي په جمات يا کوټه کې بل چاته او په کور کې خپلو ښځو او ماشومانو ته هم ور زده کړي، دغه راز چا چې په کوټه يا جمات کې کومه مسئله زده کړې وي هغه دي بيا خپلو خېلخانو ته دمسئلې د ښودلو کوشش وکړي.

( ۲ ) او څوک چې پښتو نشي لوستلای هغه دي کوم پوه او هوښيار ملګری له ځان سره کړي او پورته ياد شوي کتابونه دي پرې ولولي تر څو يې دی واوري او زده يې کړي او د مسئلې پوښتنه دي ترې وکړي، که داسي سړی د ډېر وخت له پاره پيدا کړي نو ډېره به ښه وي، که تنخوا غواړي نو څو کسان دي سره ټول شي او د تنخوا ورکولو له پاره دي پنډ جمع کړي، د دنيا د بې ضرورته کار له پاره سلګونه او زرګونه روپۍ خرچ کوئ که د دين د اړينو مسئلو د زده کړي په خاطر لږ څه مصرف کړئ هيڅ بده نه ده بلکه ثواب ده، مګر دا هم په ياد ولرئ چې ياد شوی سړی او کتابونه په خپله مه انتخابوئ بلکه له کوم نيک عالم سره له مشورې وروسته يې انتخاب کړئ.

( ۳ ) دې ته مو بايد پام وي چې کوم دنيوي يا ديني کار کوئ خو په اړه يې معلومات نه لرئ چې روا او که ناروا دی نو ضرور يې په اړه له عالم نه پوښتنه وکړئ او هغه چې څه درته ووايي هغه ښه ياد او بيا يې نورو سړو او ښځو ته هم ور وښاياست او که داسي عالم ته د ورتلو فرصت نه لرئ نو په خط کې ورته وليکئ او د خط په شاتنۍ حصه خپل ادرس وليکئ چې عالم ته د ځواب را لېږل آسانه وي.

( ۴ ) دا خبره مو هم هېره نه شي چې کله کله د ديني عالمانو په مجلس کې کښېنئ، که هر وخت د دې ناستي اراده ولرئ ډېره به ښه وي، که فرصت نه لري يا عالم درنه لري وي، يعني تاسي په لري پرته سيمه او عالم په ښار کې وي نو کله چې ښار ته لاړ شئ له موقع نه په استفادې ورسره کښېنئ او که کومه مسئله در ياده شي په اړه يې پوښتنه ترې وکړئ.

( ۵ ) بل دا کار ضرور وبولئ او د کولو کوشش يې وکړئ چې په مياشت يا دوو مياشتو کې د کوم عالم په مشوره يو واعظ خپل کلي يا سيمي ته د وعظ له پاره را وغواړئ، په دې سره به ستاسي په زړونو کې د اللهﷻ محبت او وېره پيدا شي او کله چې دا دواړه د انسان په زړه کې ځای ونيسي نو په دين عمل کول ورته اسانېږي.

دا د دين زده کولو د طريقو مختصر بيان وو، په دې طريقو عمل کول هم خورا آسانه دی، که په پاندي سره دا طريقې عملي کړئ نو د دین اړيني مسئلې به مو له تکليف او زحمت پرته زده شي، له دې سره د پرهېز په توګه دوه خبري په غوږ کې ونيسئ.

اول دا چې د کافرانو او بې لارو خلکو په مجلسونو کې هيڅکله مه کښېنئ ځکه چې له يوې خوا د کفر او ګمراهي خبري اورېدل کېږي چې له امله يې په زړه کې تياره پيدا کېږي او له بلي کله نا کله ايمان په جوش راځي او سړی غوصه کېږي، نو که غوصه ښکاروئ فساد منځته راځي چې کله کله د دې فساد له امله د دنيا تاوان پېښېږي او کله بيا خبره محکمې ته لاړه شي چې هلته په تلو کې وخت هم ضايع کېږي او پيسې هم، دا ټولي د خفګان خبري دي، او که غوصه نه ښکاره کوئ په زړه کې به مو يو ډول غم او تکليف پيدا شي، نو څه فايده چې په هسي ناسته ځان ته غم اخلو.

دوهم داچې له چاسره بحث او مباحثه مه کوئ ځکه دا هم هغه پايلي لري چې اوس يې يادونه وشوه، او د دې دوو کارونو یوه ناوړه پایله بله هم شته چې تر يادو شویو ټولو بده ده، هغه دا چې د داسي ناستو او مباحثو په وخت کې د کفر او ګمراهي خبري اورېدل کېږي چې د انسان په زړه کې شک پيدا کوي او په خپله له ده سره دومره علم نه وي چې دا شک پرې له زړه نه لري کړي، نو هغه کار ولي کوئ چې د داسي غټ نقصان پېښېدو وېره پکې وي؟، او که څوک درسره بحث کوي نو جدي ورته وواياست چې ماسره داسي بحث مه کوه، که تاسي ته د پوښتني اړتيا وي نو کوم ديني عالم ته ورشه.

که تاسي دا ټولي خبري په غوږ کې ونيسئ او عمل پرې وکړئ نو د دې دوا او پرهېز د يو ځای کولو په برکت به مو د تل له پاره د دين تندرستي په برخه شي او هيڅکله به د دين له بيماري سره مخ نه شئ.

الله تعالی دي توفيق درکړي، آمين.

يادونه : دا طريقې مي د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه له کتاب نه را وژباړلې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x