fbpx
shaheed zakiri

د عالم مړینه لویه کړمه ده – نعمان منلی

د عالم مړینه د دین مصیبت ده او د دین مصیبت د دنیا له مصیبتونو دروند او سخت وي، حسن البصري رحمه الله وایې: كانوا يقولون: (موت العالم ثلمة في الإسلام لا يسدها شيء ما اختلف الليل والنهار). [رواه الدارمي ح342]. یعني هغوی به ویل: د عالم مړینه د اسلام کړمه ده، چې په ټول عمر کې یې هیڅ شی نشي جبیره کولی.

په یوه صحي حدیث کې راغلي دي: رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: الله دا علم داسي نه اخلم چې له خلکو یې ور واخلي، بلکي علم د علماو په مړینه سره ور اخلي، کله چې هیڅ عالم پاته نشي خلک جاهلان مشران کړي، له هغوی نه پوښتنې وکړل شي هغو ی بې له علمه ځوابونه ورکړي، نو دوی هم ګمراه شي او نور هم ګمراه کړي. وعن عپدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنهماقال: سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول: ان الله لايقبض العلم انتزاعاينتزعه من الناس ولکن يقبض العلم بقبض العلمآء حتی اذالم يبق عالما اتخذالناس رؤساجهالافسئلوافافتوبغيرعلم فضلوا و اضلوا (متفق عليه )

د ابودرداء رضي الله عنه په یوه روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل: دعالم مرګ داسي مړینه ده چې جبیره نلري، او داسي کړمه ده چې پوره کیدلی نشي، او دستوري لویدل دي، او دیوه قوم له مړیني نه دیوه عالم مړینه سخته ده ، وعن أبي الدرداء في حديث في إسناده مجهول: أنه صلى الله عليه وسلم قال: وموت العالم مصيبة لا تجبر، وثلمة لا تسد، ونجم طمس، وموت قبيلة أيسر من موت عالم [روى الطبراني في الكبير. مجمع الزوائد 1/203]. ونحوه روى البزار عن عائشة مرفوعاً، وفيه من يضعف [مجمع الزوائد 1/201] په دې روایت کې دیوه راوي لامله یوڅه کمزوري شته.

عمربن الخطاب رضي الله عنه وایې: د زرو عابدو انسانانو مرګ د یوه داسي عالم له مرګ نه اسانه ده چې هغه د الله په کرامو او حلالو خبروي.

د هیواد دتکړه او مجاهد عالم مولوي صاحب عبدالله ذاکري وژنه د دهیواد د ډارن دښمن بزدلانه عمل ده، دا که هرڅومره زیات وغندل شي کم ده، د علم دزبون حالي او دعلماو دکمښت په دې تیاره وخت کې د داسي یو ستر عالم او مجاهد شهادت دامت او په ځانکړې توګه زموږ دهیوادوالو له پاره نه حبیره کیدونکې ضایعه ده. الله دي په مرحوم ذاکري صاحب ورحمیږي او الله دي موږ او د ده کورنۍ ته ښه بدل راکړي.

کالم: نښتر، لیکوال: نعمان منلی، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د