شعـــــرونه

ولې نه ژاړې په چیغو – قاري سعید

یادونه :
دغه شعر مې پخوا لیکلی وو چې دلته په لږ تغیر سره دشهیدذاکري صاحب غم ورباندې غلطوم  – سعید

اې په سر ولاړ اسمانه               ولې نه ژاړې په چیغو
بیا بې ژونده شوې جهانه           ولې نه ژاړې په چیغو

بیا دلمر تندی شو ګونځې         بیا سپوږمۍ تویوي اوښکې
دعالِم  ویر په عالَم  شو              بیا نړۍ تویوي اوښکې
یو ته پاته یې انسانه                  ولې نه ژاړې په چیغو

په دې شاړه زمانه کې                د رجالو په قحطۍ کې
بل لارښود ستوری دې ولوېد     په دې توره تروږمۍ کې
دصُفې سپینه کاروانه                ولې نه ژاړې په چیغو

ها دبل جهان پردیس چې         دلته څو ورځې میلمه وو
نن یي رخت دسفر بار کړ         حضرت شیخ وو علامه وو
مسافره طالب جانه                    ولې نه ژاړې په چیغو

نه افغان نه د ذاکــَر وو              ددې کُل واړه جهان وو
سپین ځلاند دعلم لمروو           ددې کُل واړه جهان وو
ډبرزړیه مسلمانه                        ولې نه ژاړې په چیغو

کندهاره  کندهاره                       داحمد د تورې  ښاره
نن دې بل ستوری راپرېوت        دمیرویس نیکه یادګاره
ارغندابه  ارغسانه                     ولې نه ژاړې په چیغو

که هر څو زړګی اوبه کړې         دواړه سترګې فوارې کړې
دغه درد به انځور نه کړې         که هرڅو سوې نارې کړې
دسعید دقلم توانه                     ولې نه ژاړې په چیغو

اې په سر ولاړ اسمانه                ولې نه ژاړې په چیغو
بیا بې ژونده شوې  جهانه         ولې نه ژاړې په چیغو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x