د تازه میوو اوسبزیو خوړل دزړه مورثي کمزورتیا له منځه وړي.

خضار (نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۱۳) طبي څیړنو او مالوماتو ښودلي ده چی دتازه میوي اوترکاري خوړل دهغو خلګو دزړه کمزور والي له منځه وړي کوم څوک چی په مورثي ډول په دغه ناروغیو باندی اخته وي.

په اروپاکی دزړه ډاکټرانو یوی ټولنی په دی اړه څیړنی کړی دي وایی هغه څوک چی په دایمي توګه سره دلمدو میوو او سبزیو خورک خپل عادت وګرځوی، دوخت به تیریدو سره په یی دزړونو توان او طاقت له نورو عادی خلګو سره برابرشي.

خبر وړاندی لیکي چی د اروپا پنځمه برخه ابادی دزړونو دکمزورتیا په ناروغی باندی اخته دی، چي دغه ناروغی ته دزړونو ارثی ناروغي وایی.

ډاکټران وایی ودغي نتیجی ته درسیدلو لپاره مو دنړي په کچه له اوه ویشت زره څخه  زیاتو کسانو باندی تجربه کړی ده، دډاکټرانو ټولنه وایی له څیړنو څخه وروسته مالومه شوه چی هغه کسان کوم څوک چی دزړه په ۹p۲۱ یعنی دزړه دکمزورتیا په ناروغي باندي اخته وو، له هغه څخه وروسته چی دلمدو میوو اوترکاري خورک یی پیل کړی دزړه ځواک اوطاقت یی له عادي خلګو سره برابرشو.

پروفیسرسونیا انانډ اوډله یی وایی په دي اړه په نورهم څیړني اوتحقیقات وکړي ترڅو ښه مالومه کړي چي هغه کسان کوم چی په مورثي ډول دزړه له کمزورتیا سره مخ دي څرنګه کولای شي  په ښه توګه سره دعادی خلګو په شان قوي زړونه ولري.

دبرطانیی دزړه دډاکټرانو دټولنی مشر جوډی سولیفان وویل څیړنو څخه مالومه شوه دزړونو دکمزورتیا دموروثي ناروغیو او ناموازني غذاترمنځ ټینګه رابطه ده چه دغه دواړه اړخونو دزړه لپاره ډیرخطرناک ثابتیدلای شي.

نوموړی داهم وویل ددغو دواړ اړخونو ترمنځ رابطه او اړیکه ډیره پیچیده ده چی نوری څیړنی ته هم ضرورت لری، خودومره ویلی شو چی دتازه میوو او ترکاریو خوړل ددغی ناروغي په کمولو او ورکولو کی مهم رول لوبوي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.