په نړۍ کې د انسان د ژوند اووه پړاونه

شاعر: وېليم شېکسپير
ژباړن: شمس رحمانزی
———————–
نوموتی ليکوال او شاعر وېليم شېکسپير د انسان ژوند له زيږيدو بيا تر مرګ پوري په اوو مرحلو ويشي. نوموړي نړۍ له صحنې سره، ژوند له لوبې يا ډرامې سره او انسان يې له لوبغاړي سره پرتله کړي.

لومړی پړاو: کله چې انسان پیدا شي. تر يو وخت انسان له شيدو تعذيه کيږي. په ژوند کې يې لوبه ژړا او کانګې کول وي. له غم او درد نه خبر، شيدې خوړونکی ماشوم وي.

دويم پړاو: انسان لوی شي، تر څو د ښوونځي زده کوونکی شي. په نه زړه ښوونځي ته ځي او د ښوونځي له ژوند په ګيله او شکايت کې وي.

درېيم پړاو: انسان عاشق شي. په مينه کې ولويږي. د خپلې مينې په درد کې غمجنه شاعري او د خپلې معشوقې په ياد له درد ډکې زمزمې کوي.

څلور پړاو: دا يې د ځوانۍ مرحله وي. ښه پوخ او برابر ځوان شي. په خپل شهرت پسې ورک وي. مرګ يې هېر شي. د سر په قيمت د ځان لوړوالی لټوي.

پنځم پړاو: دغه وخت انسان په پوره ډول قوي او زورور وي. خيټه په خوراک لکه ماشيني چرګوړی لويه او غټه شي. په هر څه کې قاضي شي. پخې او ژورې خبرې کوي. د خپلو خبرو د باوري کولو لپاره متلونه او د نورور لويانو خبرې په بيلګو کې راوړي.

شپږم پړاو: انسان زوړ شي. فزيکي او روحي کمزوری شي. لباس په کې ازاد او په سترګو يې عينکې شي
غږ يې د ماشوم په څير شي.

اووم پړاو: دا يې ورستۍ پړاو دی. د شېکسپير په باور انسان د ژوند په ډرامه کې خپل پړاونه او رولونه پوره کړل.
پدې پړاو کې انسان په مکمل ډول زوړ، بې غاښونو، کمزوری نظر، ضعيفه حافظه لرونکي شي.
نور نو وخت دا دی چې د ژوند ډرامه پريږدي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.