نظــر

ایا د بمونو مور به مو راويښ کړي؟

لیکوال:حمزه حسیني

ستر فرعون د خپلو دجالي کړنو بېلګې ورځ تر بلې په مظلوم ملت باندې ازموي، کبرجن وحشي دښمن لګیا دی د خپلو وحشيانه کړنو ستاینې کوي او وایي چې دا پر ځای عمل دی.

غلام دښمن هم دغه ظلمونه ورسره بدرګه کړل او په چینګه خوله یې د بادارانو ظلمونه وستايل؛ او دا یې د هیواد د بیا رغونې لپاره ستر کار وباله.

خو زه د زړه له درده هغو بې احساسه ځوانانو، مشرانو او د مظلوم هیواد هیوادوالو ته وایم چې کفار لګیا دي زمونږ په دین، ناموس او وطن تجاوزونه کوي او مونږ د فیل په غوږ کې ویده یوو، کوم ظلم او کوم وحشت به مو د غفلت له خوبه را بیداروي الله جل جلاله دې هغه وخت زر راولي چې زمونږ ویده احساس را بیدار شي او د غفلت ځنځیر په عمري توره مات کاندي او د دښمن هر چل او فریب ته غاښ ماتونکی ځواب ووایو.

هوکــــې!

که د کفارو دغه په زرګونه ټنه بمونه مونږ را ویښ نه کړي بیا زهر باید وخورو چې له مسؤلیت خو خلاص شو. کنه وي د قیامت په ورځ به د مظلومو مسلمانانو لاس وي او زمونږ به ګرېوان وي. باید را ویښ شو او د انتقام جذبه په ځان کې راولو.

ډېر د خجالت ځای دی هغو په اصطلاح انسانانو ته چې د کفارو د ظلمونو ستاینه کوي او لا د نورو ظلمونو کولو زمینه ساري ورته کوي مرګ په وطن پروشو غلامانو او په درواغجنو مفکرانو.

په آخر کې دا وایم چې ایا د بمونو مور به مو راويښ کړي او که نه؟ ځواب یې پر تاسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x