fbpx

سردار محمد داؤد خان د صدارت او جمهوریت کلونه

محمدانور کلیوال

د۱۹۵۳ زیږدیز کال په سپټمبرکی سردارمحمد داؤد دشاهی دولت دصدارت واګی ترلاسه کړی دا په داسی وختونو کی چی هیواد اواولس دډیموکراسی ناکامی دوری ډیر ځپلی وو، نوموړی ته یی ددیکتاتوری پلاروایه، په دی شیبوکی له ګاونډی پاکستان سره دامریکی دمتحده ایالاتو مرستی له یوی خوا اوله بلی خوا دډیورند د څپڅپاندی لیکی سیاسی کړکیچ دداؤدخان حکومت ډيربوخت کړی وه، خوله هغه نه علاوه صدارت په دی ونوانیدی څوپه تدبیر سره مظبوط پراختیایی پلان جوړ اودهیواد ولاړاقتصادی ماشین په یوه خوځنده اوګرځیدونکی قوه واړوی.

دوخت حکومت په دی ښه پوهیده چی دملک دپرمختګ لپاره لازمی ده څو په بیخ بنسټه چارو پانګه ولګول شی ځکه نوصدرآعظم دخپل کار په دستور کی له ټولو نه مخکی د یوه لوی اقتصادی پلان په جوړولو لاس پوری کړ، په خپله داؤد خان دشپو شپو ویښتیا نه وروسته دوخت دراډیوافغانستان له لاری هیواد اواولس ته دپرمختګ لپاره دلاندی بیخ بنسټه پروژو دپه کار اچولواوجوړولو پلان اعلان اوپه ډګر کی یی چاری پیل شوی چی په لنډو کی یی دلته یادونه کوو.

د کابل – کندهار، کندهار- سپین بولدک، کابل – تورخم، کابل – قزل قلعه، کندهار – هرات اود لشکرګاه- کشک ترمنځ سړکونه، دهیواد شمال پلوته له کابل نه ترمزار شریف پوری دسړک ډیری برخی دسالنګ دتونل په ګډون ترسره شوی. په دی توګه داوبواوبرښنا دودی اوپراختیا لپاره په لویو برخو کی پوره پانګه وکاریدله دنغلو، ماهیپر، درونټی اومزارشریف د بریښنایی بندونو دپروژو دکار پیل د۶۶، ۱۰، ۱۱، او۱۰زرو کیلوواټو په واټن دبریښنا راایستنه اودهیواد ټولوسیمو ته یی دتارونو غزونه سرته ورسیده. د درانده صنعت په اډانه کی دپام وړ کارونه په بیړه ترسره شول، دهیواد په شمالی سیمو کی له هغی په لومړیو کی دشبرغان دتیلو اوغازود پروژی کارپه ډګر کی پیل اوددرندو برمو له کارونی نه وروسته یی پوره پایله ترلاسه شوه دسکرو دراایستلو لپاره هم په چټکی سره کارپیل اودهیواد بیلابیلو برخو ته سکاره په وړیا توګه ولیږدول شول، دمزارشریف د کیمیاوی کود په برخه کی لویه پروژه چی په کال کی یی ترلاسه شوی ګټه د۱۰۰ زرو ټنو اندازی ته لوړه شوه، دغوری دسیمنټ دکارځای جوړول اوپه ودانیزه برخه کی دملک اړتیاوی ترډیره بریده پوره کړی دهیواد په بیلابیلو سیمو اوښارونو کی یی درازراز ورکشاپونوجوړولو ته دجنګلک په ګډون اوسپنیزتخنیک رامینځته کړ، همدا رنګه یی دننګرهار دهډی اوغازی آباد فارمونه جوړکړل چی په دی توګه په ټوله کی دولت وتوانیدوڅوپه لنډ پنځه کلن مهال کی اوږدمهاله پروژی وکاروی.دویم پرمختیایی پلان هم جوړاوپه کار یی پیل وکړ چی له صدارت نه د داؤد خان له استعفا سره نیمګړی په مخ ولاړ.

دا ځل په هیواد کی د۱۳۵۲ لمریز کال دچنګاښ د۲۶ می نیټي په نوی سیاسی بدلون سره د سردار محمد داؤدخان د جمهوریت په کلونو کی تر۱۳۵۷ کاله پوری که څه هم دوخت سیاسی جوړښتونو اودولتی اداره له پاکستان سره یوځل بیا د ډیورند د کرښی په خاورین کړکیچ لګیا وه خو په ډیره کی دهیواد اواولس لپاره دپرمختګ ماشین یو ځل بیا په حرکت راغی اقتصادی وده پیل شوه چی دغه دور که څه هم لنډ وه خو دملک لپاره یی ښکاره اوبربنډی پایلی له ځانه سره راوړی. په دی ځای کی به دجمهوریت ددویمی کلیزی په ویاړ ددولت د رئس اوصدرآعظم ښاغلی محمد داؤد دراډیویی وینا لیکلی برخه کټ مټ را واخلو.

ګرانو هیوادوالو:

په کور دننه دلوی خدای په مرسته دمنبعونه په ګټه اخستلو سره به دنوی اوپه خپل ځان باندی دولاړ افغانستان دجوړښتونو لپاره هلی ځلی وکړو، جمهوری دولت دملګرو ملتونو وفامند غړی دی ځکه نو کولای شو څو دهیوادونو سره دښواړیکو په ساتلو سره سیمه ایزه پرمختګ شونی کړو. دتیرو پیړیو وچ کلک تګ نور دا وس اوتوان نه لری چی د لوږی اوتنګسیا چاپیریال موړکړی هغه فکرونه چی غواړی ټولنه شاته ټیل وهی له دی نه وروسته زمونږ په خلکو کی یی داوسیدو ځای له لاسه ورکړی دی، ځکه نو جمهوریت په دی لټه کی دی چی دټولو ټولنیزو کډولو له ګډون نه د ملی ځواک یونوی عنصر راوباسی.

دبانکونو دسیستم وده اوپه ملی پرمختګ کی دځانی بانکونو پراختیا اوپه ملی کچه دولتی بانکونه په نوی اوعصری بدلون اړول. پربی ځمکوکورنیو دځمکی عادل ویش دکوچیانو میشتول اوددوی د بدنی توان څخه هیواد ته دخدمت لپاره ګټه اخستل.

دمالیاتو اوګمرکی برخه کی په پایله کی دولت په دی توانیدلی څود مالیاتو اوګمرکی پاڼوپه راټولوسره دولتی پانګه لوړه کړی.

په پرمختیایی چاروکی زیاتوالی ددی سبب وګرځيده څوټولنه هوساینی ته مخه کړی، کورنی توکو ته دبهرنی شیانوپه وړاند ی لمړیتوب ورکول اړین دی په دی توګه په بهرنی قلمونو باندی دلوړټکس په لګولو سره دولت په دی وتوانیدو څودوارداتو کچه راټيټه اوپه کور دننه دصنعت په ودی سره صنعتی کارګوټو ته کلکه پاملرنه وکړی.

کرهڼه اومالداری چی دهیواد دپانګی لوړه برخه جوړوی په دی برخه کی په لاندی توګه کارونه سرته رسیدلی دی.

په ۱۳۵۱لمریزکال کی دغنموتولید چی ټول ټال دوو ملیونو اوپنځوسوو زرو ټنو ته رسیده په ۱۳۵۲ او۱۳۵۳ کلونوکی دا شمیره په وارسره ددووملیونواواووسووشپږ زرو ټنو اودووملیونواته سوو اوشپیتو زرو ټنو ته ورسیدل، اټکل کیږ ی چی یاده شمیره په ۱۳۵۴ کال کی دووملیونو اونهه سووزروته لوړه شی، په۱۳۵۱ کال کی دوریځو کښت دری سوه پنځوس زره ټنه کیده په ۱۳۵۳ کال کی یی اندازه دری سوه شپیتوزروټنو ته ورسیده، په ۱۳۵۱ کال کی دغوړیو لرونکو بوټو کښت څلوردیرش زرو ټنو ته رسیده خو په ۱۳۵۲ او۱۳۵۳ کلونو کی څلویښت زروټنو ته رسیدلی، د۱۳۵۱کال په نسبت دمیوی په کښت کی په ۱۳۵۲ او۱۳۵۳ کلونوکی په برابره توګه په سلوکی پنځه اوپه سلوکی اته زیاتوالی راغلی دی، په ۱۳۵۱کال کی دپومبی کښت له اته پنځوسو زروټنو نه په ۱۳۵۲ او۱۳۵۳ کلونو کی په برابره توګه یوسلو اته زروټنو اویوسلوپنځه څلویښت زروټنوته رسیدلی دی. اټکل کیږی چی دغه کچه په روان ۱۳۵۳ کال کی یوسلو شپیته زروټنو ته ورسیږی.

په هیواد کی د برښنا د شبکی پراختیا اود لیږدیدونکی لاینونو دغزولو په برخه کی دښوچارودنیولو اوپه پایله کی په ۱۳۵۳ کال کی دبرښنا دجوړولو په اندازه کی څلورسوه څلور اتیاملیونو کیلوواټوته رسیدلی اواټکل کیږی چی په ۱۳۵۴ کال کی دغه شمیره په یوه ګنټه کی پنځه سوه څلورڅلویښت ملیونوکیلوواټوته ورسیږی، چی د۱۳۵۱ کال په برابر دوه ویشت زیاتوالی ښیی، په۱۳۵۳ کال کی دکیمیاوی سری دکارځای په رامینځته کولو سره په دغه کال کښی دیوریاسری جوړونه اتلس زره ټنو رسیده، هیله کیږی چی دغه اندازه په ۱۳۵۴ کال کی دوه شپیتو زرو ټنوته ورسیږی.

دکرنی دودی اوپراختیا سره جوخت د نخی اونساجی برخی وده هم زیاته شوه لکه چی دنخی منسوجاتوکښت په ۱۳۵۱ کال کی پنځه څلویښتو ملیونو متروته رسیده په۱۳۵۲کال کی شپږشپیته ملیونومتروته رسیدلی دی اواټکل کیږی چی په ۱۳۵۴ کال کی ۹۱.۷ ملیونه متروته ورسیږی.

دنباتی غوړیو کښت چه په ۱۳۵۱ کال کی څه دپاسه څلورزره ټنه وو په ۱۳۵۳کال کی لس زروټنو ته ورسیده، اواټکل کیږی چی دغه اندازه په روان کال کی دوولس زرو ټنو ته ورسیږی، دمعدنیاتو اوپلټنو په برخه کی هم په ورستیو کلونو کی دپام وړپرمختګ شوی دی، لکه چی دطبیعی غازراایستنه چی په ۱۳۵۳کال کی ۲٫۸ ملیارده مترمکعب ته لوړشوی دی په پورتنیو کلونوکی دډبرو سکرودراایستنی له نهه اویازرو ټنو نه یوسلو پنځلس زره ټنو ته رسیدلی دی.دیوشمیر نویو کانونو دیوی برخی دراایستلو دپاره اقتصادی څیړنی لکه دلوګر دعینکود مس لپاره په چټکه توګه ترلاس لاندی نیول شوی دی. په همدغه توګه دهیواد په شمال اوجنوب لویدیځو برخو کی دتیلو اوغا زو دپلټنی سیمه پراخه شوی اوپه روان کال کی دتیلو دمنبعو دښی پلټنی په غرض دتیلو ملی بنسټ جوړ شو.دمواصلاتو اومخابرو په برخه کی په تیرو دووکلونو کی پرمختیایی کړنی دیادونی وړ وده کړی، دځمکی اوهوایی ټرانسپورټ اودمخابرو په برخه کی دپرمختیایی لګښتونوزیاتوالی ددی خبری څرګندویی کو ی، لکه چی ددی څانګی ټوله پانګه چی په ۱۳۵۱ کال کی څلورسوه اودوه پنځوس ملیونو افغانیو ته رسیده په ۱۳۵۲ کال کی دغه اندازه څلورسوه اوشپږ اویا ملیونو افغانیو ته اوپه ۱۳۵۳ کال کی نهه سوه پنځه څلویښت ملیونو افغانیو ته اوپه روان کال کی یوزروڅلورسوه اویوویشت افغانیو ته یی اټکل شوی دی.

دټولنیزو خدمتونو په برخه کی داړتیاووسره سم دجمهوری دولت لومړنی قدم دهیواد دپوهنی لپاره دیوه پرمختللی اوبنسټیز ریفورم منځ ته راوړل دی ، مونږ باورلرو چی دنوی اوپه ځان باندی د ولاړافغانستان دودانولولپاره له ټولو نه مخکی دخپلو اولادونو په روزنه اوتکامل کی دټولنی دراتلونکی غوښتنی اوپرمختګونو لپاره هڅي په پام کی ولرو اوباید په دی ښه وپوهیږوچی په ټولنه کی درکود اوعطالت ریښی چی ناپوهی ده له مینځه یوسو. ددی معمول لپاره دافغانستان جمهوری دولت تیرکال دوعدی سره سم دپوهنی لوی ریفورم ومانه اوپه مسلسله توګه په ډګرکی پلی کیږی.هیله لرم دهیواد استادان اوګران ښوونکی دجمهوری نظام په رڼا کی دټولیزی پوهنی دپروسی په ترسره کولو سره داسی هلی ځلی وکړی چی ددی خاوری اولاد رښتینی، هیوادپاله اوباایمانه ځوانان شی.

دروغتیایی خدمتونوپه په برخه کی دحکومت دریځ دادی چی دغه برخه دی دهغه په ټولنیزه ځانګړتیا باندی تکیه وکړی څوپه ټول هیواد کی یی لمن پراخه شی. ځکه نو په تیرو دووکلونوکی هڅه وشوه چی وقایوی اومعالجوی طب دپخوانه څوواره زیات شی، ددی اصل له مخی په پام کی ده چی په ۱۳۵۴ کال کی د پلان سره سم دری څلویښت روغتیایی لوی ځایونه بیاورغول شی اودوه شپیته روغتیایی د کتنځایونو پروژی ترکارلاندی ونیول شی.

تیرکال دچاپیریال ساتنی دپروګرام لاندی په ۱۲ ولایتونو کی دپاکو اوبو درسولو دشبکی ۳۲ پروژی جوړی شوی اودهغو له امله دری سوه زره کلیوالو خلکو دڅښلو داوبو څخه ګټه پورته کړه. دکلیو اوښاری خلکو تر منځ دژوندانه دتوپیردله منځه وړلو لپاره دکلیو پراختیایی پروګرام بیا له سره ونیول شو، اوپه تیرو دووکلونو کی هڅه شوی ده څودهیوادپه بیلابیلو برخو کی داقتصادی اوټولنیزوپروژو په کارولو سره دکلیوالی خلکو دژوندانه دکچی په لوړولو کی ګټوری کړنی ترسره شی، ځکه نو ددی چاری دپرمخ بیولو لپاره په تیرودووکلونو کی په کوردننه له مالی منبعو نه اوهم دبهرنی پانګی په راجلبولو کی چټګ کارونه ترسره شویدی.

دولت په تیرو دوو کلونو کی په دی بریالی شوڅودهیواد دچټکی اقتصادی اوټولنیزی ودی په لاره کی مظبوط ګامونه پورته کړی، ددولت دکړنلاری له مخی د۱۳۵۱ کال په پرتله په ۱۳۵۴ کال کی ۱۴۹٪ سلنه زیاتوالی ښیی، د کورنی ګټي لپاره د مالیاتوبرخه په ۱۳۵۳ کال کی د۱۳۵۱ کال په پرتله ۱۴٪سلنه زیاته ښیی، خالص کورنی ګټه په ۱۳۵۳ کال کی د۱۳۵۱ کال په پرتله ٪۶۸ سلنه زیاته ښیی اووړاندوینه کیږی چی دا برخه به په ۱۳۵۴ کال کی ۹۸٪ سلنه د۱۳۵۱ کال په پرتله زیاته شی.

ددولت کورنئ ګټه دپورونو په ګډون به په ۱۳۵۳ کال کی ۱۲۷۴۲ ملیونه افغانی شی چی داقلم د۱۳۵۱ کال په پرتله ۲۷٪ سلنه زیاتوالی ښیی. په ۱۳۵۴کال کی د دولت په ټولیزه ګټه کی د۱۳۵۱ کال په پرتله ۹۲٪ سلنه زیاتوالی ښیی. له څوکلونورا په دی خوا له دافغانستان بانک نه پوراخستنه دهیواد دپراختیایی برخی لویه برخه جوړوله الحمدالله دکورنیوګټوله لاری دښو مالی پریکړو پربنآ نه یوازی مالی ماته یا کسر له منځه ولاړ بلکه په ۱۳۵۳ کال کی ددولت پانګه ډیره لوړه شوه چی په تیرولسومالی کلونو کی یی ساری نه لیدل کیږی.

دجمهوری نظام له راتلو سره دپیسو دبدلولو حال ښه شوی دی، په ۱۳۵۳ کال کی دنړیوالو پیسو زیرمی په سلو کی ۴۸٪ سلنه زیاتی شوی دی. داقتصادی حال دټینګښت اوپه هیواد کی دننه دانفلاسیون داغیزو دمخنیوی په مقصد د۵۲ کال په نسبت په ۵۳ کال کی دبانک نوټ په خپرولوکی په سلو کی ۴۱٫۴ کموالی راغلی هغه کریدیټونه چی دافغانستان بانک له لاری ورکړل شوی د۵۲ کال په نسبت په ۵۳ کال کی ۸۴٪ سلنه زیاتوالی ښیی، هغه ګټه چی دافغانستان بانک د۵۲ کال په نسبت په ۵۳ کال کی په سلوکی ۱۱۴ زیاتوالی ښیی.

دهمدغو کړنو له مخی ده چی ددولت دپانګونی اندازه لکه څنګه چی وویل شول په ۱۳۵۴ کال کی دمخکینی کال دپانګونی په پرتله په سلو کی ۱۱۱ زیاته ده. په ۱۳۵۳ کال کی ددولت پانګونه په سلو کی څه ناڅه ۶ ملی ګټه جوړوله اواټکل کیږی چی په ۱۳۵۴ کال کی دغه اندازه ۱۲ ته لوړه شی، جمهوری دولت له کورنیو منبعو څخه دډیری ګټي اخستلوترڅنګ له هیواد نه بهر دزیاتو پورونو اوبهرنیو مرستو په راټولولوهم لاس پوری کړ، چی په دی لړکی دولت وکولای شول له ملګروهیوادونو اونړیوالو بنسټونو نه دپوراووړیا مرستو اندازه څه دپاسه یوزرو څلورسوه ملیونه ډالرو ته ورسوی.

جمهوری دولت مصمم دی چی پورتنی پیسی د اوه کلن اقتصادی پلان برسیره دسږکال د یولړنورو لویو اقتصادی پروژو په لمړنیو تخنیکی برخو کی ولګیږی نه دهغوی په ټول جوړښت کی دغه پروژی لکه داورګاډي دپټلی پروژه، دحاجی ګک کان، دمسودویلی کولو کارځای، دفراه رود پروژه ، دخوش تیپی پروژه اوڅه نوری چی دغه پروژی لویی اقتصادی اغیزمنتیاوی لری ملګری دولتونه په بیلابیلو تړونونو کی به دهغوی د جوړښت لګښت په غاړه واخلی په دی توګه فکرکیږی چی دمرستو کچه به له هغی اندازی نه ډیره زیاته وی چی پورته یی یادونه وشوه.

هیله کیږی چی له کورنیو اوبهرنیومنبعوڅخه دزیاتی اواغیزمنی ګټي اخستنی لپاره لکه چی په تیرووختونو کی نیول کیدل ډیرزیات وی فیصله ونیول شوه څوپرمختیایی پروژی دهغو ټولو اقتصادی اړخونو دکتنی له بشپړیدو نه وروسته د اوه کلن پرمختیایی پلان په منځ کی ځای شی اودپلی کیدو ډګرته وړاندی شی.

جمهوری دولت دهیواد د۷ کلن اقتصادی پلان چی په هغه کی به څه دپاسه دوه سوه بنسټيزی پروژی ځای وی په دی توګه یی یادونه کوو.

۱- دخوش تیپی داوبو لګولودپروژی دجوړولو پیل.

۲- دکیلګی داوبو لګولو دپروژی ودانول.

۳- دشفا دچینی داوبو لګولو دپروژی جوړول.

۴- دهریرود د پروژی آبادول.

۵- دکوکچی داوبو لګولو دپروژی جوړول.

۶- دکجکی دپرچاوی ددروازوجوړول.

۷- دکندز- خان آباد داوبو لګولو دپروژی پیل.

۸- دفراه رود دناوی داوبو اوکرهڼی له منبعو نه په ګټی اخستلو سره ددغی ناوی هراړخیزه پرمختیا.

۹- دکوزهلمند دپروژی هراړخیزه پراختیا ددغی سیمی داوبواوکرهڼی له منبعو څخه په ګټي اخستنی سره.

۱۰- د کونړ دسیند اقتصادی اوتخنیکی کتنه ددغی ناوی داوبو اوبرښنا له منبعو څخه د ګټی اخستنی لپاره.

۱۱- د جنوب لویدیځ دشاړواوپراخو ځمکواو ترځمکو لاندی منبعو څخه ګټه اخستنه.

۱۲- دهرات دمالداری په پروژه کی دلوی مسلخ جوړول.

۱۳- دبادغیس، فاریاب، جوزجان اوغورولایتونو دمالداری دپروژو پراختیا.

۱۴- په کابل کی دچرګانو دروزنی اودهغوی دخوړواواوبو دپروژی جوړونه.

۱۵- د قیصاردسیند له اوبوڅخه دګټي اخستنی پروژه.

۱۶- دپاسنی هلمند داوبو اوخاوری له منبعو څخه دګټي اخستنی دپروژی کتنه.

۱۷- د کرهڼیزوکوپراتیفونو، بی ځایه شویو د میشته کولو اونوروکړنو په برخه کی له نړیوال بانک څخه دپورپه اخستلو سره دکرهڼي دبانک دچارو پراختیا.

دصنایعو کانونواو برښنا په برخه کی:

۱- دکیمیاوی سری دنوی کارځای په جوړولو سره دسری داوسنی کارځای پراخوالی.

۲- دحاجی ګک له کان څخه په ګټه اخستنی سره داوسپنی دویلی کولو دکارځای دلمړنیو چارو کتنه اوجوړونه.

۳- د لوګر د مسوله کان څخه په ګټي اخستنی سره دمسو دویلی کولو دکارځای پوره کتنه اوجوړول.

۴- په هرات کی دنساجی کارځای جوړول.

۵- په کندهار کی دنساجی کارځای جوړول.

۶- په کندهار کی دوړیو اوبدلود کارځای آبادول.

۷- په هرات کی د بوری دکارځای آبادول.

۸- دبغلان دبوری دکار ځای دوه برابره پراختیا.

۹- په جلال آباد کی دبوری اوکاغذ دکارځای جوړول.

۱۰- په هرات کی دسمنټو دکارځای آبادول.

۱۱- په کندهار کی دسمنټو د کارځای جوړول.

۱۲- دشمالی سیمو دبرښنا سیسټم پراخول.

۱۳- په هرات کی دډیزلی اوحرارتی برښنا دبرخی پراختیا دسلما دبرښنا دبند د تخنیکی چارو پوره کتنه اوآبادول.

۱۴- په سروبی کی دنویوحرارتی برښنا دبرخی ودانول.

۱۵- دنغلو- جلال آباد ترمنځ دبرښنا دلاینونو غزول.

۱۶- دکجکی دبرښنا دبند دلاینونوغزول.

۱۷- دهیواد په جنوبی برخو کی دتیلو اوغازود پلټنی دچاروپیل اورا ایستنه.

دلیږدونی اومخابروپه برخه کی:

۱- دامودسیند دپاسه دحیرتا ن دپله جوړول.

۲- دایران ترسرلیکی پوری دلویدیځ ټرانسپورټي لاین دسړک دلمړی اودوهمی برخی جوړول.

۳- دکابل- کندهار- هرات اواسلام کلا ترمنځ داورګاډی دپټلی دپروژی پیل اودهغی دلمړنیو کرښو کره کتنه اوودانول.

۴- دکابل دهوایی ډګر پراختیا.

۵- دهیواد دشپږونوروسیمه ایزوهوایی ډګرونو جوړول.

۶- دلوګر په ولایت کی دلوی سیمه ایز هوایی ډګر جوړول.

۷- دکابل – کندهار ترمنځ ددوه سوه کانالیزومکروویف اودکندهار – هراات ترمنځ د ۱۲۰ کانالیزو اودهرات – اسلام کلا ترمنځ د۶۰ کانالیزومکروویف جوړول.

۸- دکابل – تورخم ترمنځ د۱۲۰ کانالیزه مکروویف سیستم اودجلال آباد – ډهلی ترمنځ دټروپو سکټورجوړول.

۹- دکابل – کندهار – هرات اومزارشریف دټیلی فون د څانګو پراختیا دهیوادپه بیلابیلو ولایتونو کی دټیلی فون

د نویو سټیشنونو جوړول.

دټولنیزو اوکلټوری خدمتونو په برخه کی:

۱- دهرات دوه سوه بستریزه روغتون جوړول.

۲- دکندهار دوه سوه بستریزه روغتون ودانول.

۳- دهیواد په بیلابیلو سیمو کی دبیخکنی اوسرسری روغتیایی بنسټونو جوړول.

۴- دلویو فلمونو داخستلو دسټیشن جوړول.

۵- دغږ دنیولو دسټیشن جوړول.

۶- دافشار داوبو رسولو دسټیشن جوړول.

۷- دټلویژونونو دسټيشنونو منځ ته راوړل.

۸- دراډیو افغانستان د راډیویی څانګی پراخول.

۹- دټرولی بس دپروژی په جوړولو سره دښاری ټرانسپورټي خدمنونو پراختیا.

۱۰- دلویو هوټلونو د جوړولو او ورته داړتیا وړنورو توکو دبرابرولو په واسطه دتوریستی خدمتونو لاپراختیا.

۱۱- دنویو لویوسیلوګانو اودژرندو اوډوډی پخولو دکارځایونو جوړول.

دپورتنیو پروژو او لس هاوو نوروپروژو چی یادونه یی دلته نده شوی په پلی کولو سره به یی دهیواد لویی طبیعی منبع په حرکت راشي اوپه دی توګه دملی پانګی کچه لوړیږی دکارکوونکو شمیری زیاتیږی اوپه پایله کی په هیواد کی دنویو اومډرن صنعت بنسټ ایښودل کیږی، ټولنیزژوند اوملی هوساینی ته لاره هواریږی.

لکه څنګه چی پوهیږی اقتصادی اوټولنیزه چټکه وده اوپرمختګ لوی پلان غواړی ځکه نوپریکړه وشوه څو دپنځه کلن پرمختیایی پلان پرځای اوه کلن پراختیایی پلان جوړ اوپلی کیدوته وړاندی شی. څنګه چی وروسته پاتی والی یوه لویه تاریخی دوره ده ځکه نو دپلان پلی کول اودبریالیتوت کچی ته رسول هم وخت ته اړتیا لری اوهم لویی اودرندی پانګی ته چی په الهی توکل به خپلو ملی روښانه موخو ته ورسیږو.

جمهوری دولت په لنډه موده کی ترټولو دمخه په دغه برخه کی دیوه بشپړ هدف په ټاکلو لاس پوری کړی دی، دغه هدف دیوه ملی درانده اوخپلواک اقتصاد منځ ته راوړل دی چه دلاندی ملی کرښو پر بنسټ ولاړدی.

– په ټولو اقتصادی اوټولنیزو برخو کی دبنسټيزواو رغنده نوښتونو ترسره کول.

– په دولتی اوځانی سکټورکی دملی صنعت منځ ته راتلل اودهغه ملاتړ.

– په هیواد کی دبرښنا دبرخی پوره کول.

– داوبو لګولو دنویو او مډرنو سټيشنونو منځ ته راوړل اوپراختیا.

– دملی ګټو پر بنآ د بهرنی سوداګری لارښوونه په داسی حال کی چی دخلکو دژوندانه دکچی دلوړولو اونوروټولنیزو بی عدالتیو په لاره کی دخنډونو دله منځه وړلو دپاره اقتصادی اوټولنیزچټک حرکتونه پیل شوی، جمهوری نظام دخپل سیسټماټیک تګ له مخی دځمکو دسمولو اوریفورم د قانون په جوړولوپیل وکړدغه قانون جمهوری دولت ومانه اوپه ملی ورځپاڼه کی دهغه دخپریدو له نیټي څخه یوکال وروسته دپلی کیدو ډګرته وړاندی کیږی.
لوی ملی هدفونه په دی ډول دی.

– دټولو دملکیت دکچی ټاکل.

– دځمکه والو، بزګر اودکرهڼی دکاریګر ترمنځ د ناعادلانه اړیکو له منځه وړل.

– دکوچنیو اوبیوزلو بزګرو د حالت ښه والی.

– دبزګر په ګټه کی زیاتوالی اوپه بی ځمګو خلکو باندی دځمکو ویش.

– د کرهڼي په سکټورکی دزیات نفوس نیول په هغه اندازه چی دغه سکټور یی ایجاب کوی.

– دکرهڼي دسکټوردګټورتیا دلوړولو دپاره دکرهڼي دپلټنی اورواجولو دلویوپروګرامونو پراختیا.

– په کوپراتیفی کرهڼيز سیسټم باندی زیات ټینګار اوپه پایله کی دهیواد دبیابیلو سکټوری برخو د لاسته راوړنو دکچی لوړول.

– هیله مند یم د افغان اولس پراخی پرګنی ددی عادلانه اوسترو پلانونودپلی کولو څخه ملاتړ وکړی په پای کی باید ووایم چی دهیواد دنوی بنسټيزقانون په ټولولیکو باندی د پوره څیړنی نه وروسته به جمهوری دولت په روان کال کی په کار پیل وکړی.

ګرانو هیوادوالو:

دتیرکال اودراتلونکی پلانونو په وړاندی کولو سره غواړم یو ځل بیاستاسی پام دی ته راواړوم یو اولس دکاراوزیار اوله ځان تیریدنی نه پرته پرمختګ ته رسیدلی نه شی، داهغه لاره دی چی افغان اولس کولای شی په یووالی اودالهی مرستی پرتکیه اوپه لوړه باورمندی سره خپلی تیری وروسته پاتی والی له منځه یوسی اودیوی هیله مندی اوروښآنه راتلونکی په لورپرمخ ولاړشی. مونږ دخپل ټاټوبی په لوړتیا اوپرمختګ باورلرواوتروروستی سلګی پوری به دنوی، آزاد، خپلواک اوآباد افغانستان دنیکمرغی لپاره هلی ځلی وکړو.

ومن الله توفیق

تل دی وی افغانستان

ژوندی دی وی جمهوریت

محمد داؤد دافغانستان ددولت رئیس

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد انور کلیوال
میلمه
محمد انور کلیوال

سردار محمد داؤد خان د صدارت او جمهوریت کلونه
زما (لیکونکی) دنوم په برخه کی غلطی شوی ده.
(محمد انور ګلیونل) سم نه دی.
(محمد انور کلیوال) سم دی.
هیله مند یم چی خفه نه شی. مننه،

عبد الله
میلمه
عبد الله

همداسي مو را لیږلی وو 🙂 مننه له سمونې.

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

حقیقتاً داوود خان وطن فرست له خودپرستۍ پاک اواراده یی درلوده چه دادنادر خان او ظاهر شاه دانګریزانو په هدایت له تعلیم اوپوهی نه لیری ساتلۍ ملک جوړاو پرمخ بوزی اوداسی بهترین پلانونه یی ترحه کړی وو که دۍ ترووسه وای نن به افغانستان ددنیا یوډیر پر مخ تللی مملکت وای ولی بدبختانه سرزوره وو دمملکت دهوښیارانو سره یی دملک په جوړ ولوکی مشوره نه کوله له دینه ناخبره وو پرچمیانو اوخلکیانو ملحدینو اووطن فروشانوته یی په حکومت کی لویی برخه ورکړی وزیرداخله یی فیض محمد‌‌پرچمۍ وټاکۍ چه وزارت داخله دملک زړه دۍ دغه رقم خلکیان یی هم پر لوړو… نور لوستل »