مبارک اشرف غني د بم له مور سره واده وکړ!

بخت الرحمن شرافت

ډزې دي ټکان دي، میلې او خنداګاني دي
ارګ کي میلمستیا ده، سازونه ګډاګاني دي
په قهر عبدالله دی وایی دايی بیا په څه وکړ
مبارک اشرف غني دبم له مور سره واده وکړ

غني ورته مسکی شو عبدالله څومره بیداره يی
ولور مونږ دواړو ورکړ نو اوس ولې ناکرار يې
ستا په مشوره ما په بدل د عقیده وکړ
مبارک اشرف غني دبم له مور سره واده وکړ

دین ایمان مو دواړه په ولورکي ورته وړاندي کړو
محفل د میلمستیا کي مو سرونه ورته باندي کړو
اتمرته مي سلام دی دغه کاريي څومره ښه وکړ
مبارک اشرف غني دبم له مور سره واده وکړ

میلمستیا کي مي شربت د وینو ورکړو کافرانو ته
یونوی باب مې پيل د غلامۍ کړو انسانانو ته
کابینې یمه ستايلی چې همدغه کاردي ښه وکړ
مبارک اشرف غني دبم له مور سره واده وکړ

کتوني کي مي ورکړو لاس تړلي افغانان ټول
دبم دمور عزت کي سوو قربان ننګرهاریان ټول
بایبل سره له پوښ مي دغې ناوي ته تحفه ورکړ
مبارک اشرف غني دبم له مورسره واده وکړ

رولا مي کړه خوشحاله ځکه کارمي په حکمت وکړ
د هیواد پرپاک حريم مي خسرخیلو ته حکومت ورکړ
وايي ته خو نرښځی وي دغه کار دي د مینده وکړ
مبارک اشرف غني د بم له مور سره واده وکړ

حزبیانو دعوه کړې دا قدم د حکمتیار و
کنه اشرف غني خو ځان وژني ته تیار و
تعويز دګلبدین و ځکه کاريي په وده وکړ
مبارک اشرف غني د بم له مور سره واده وکړ

کرزی لږ څه ناراض ده وايی زه ولي ناکام شوم
ما ړنګ شرعي نظام کړ هم کفارو ته بد نام شوم
دغه کار چې غني کړی یو په زر مي تر ده ښه وکړ
مبارک اشرف غني دبم له مور سره واده وکړ
مبارک اشرف غني دبم له مورسره واده وکړ
بخت الرحمن (شرافت)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.