غزل/ فضل الرحيم بلال

فضل الرحیم بلال

بس دسپيني سپوږمۍمخته به کرارارام ویده وم
دسپرلي په خوږشمالي کي به دبام پرسر نشه وم

څو نغمې دمرغکیو به دامن تر غوږ راغلې
هغه وخت کي زه دمیني اوخو ښیو له کاله وم

هرخواخپور دامن غږوو نه نفرت چاپېژ ندلو
چې ترستورو لاندي پروت به دملا تراذانه وم

هرسهار به نسیم غېږه دخوښیو راته راکړه
هره خوابه دګلاب وسورکوشونډوته کاته وم

بس یوکیف داطمینان اویوسکون راته حاصل و
دجومات په ګوټ کې ناست به چې ترڅرک دلمرخاته وم

اوس چې غلی بلال ګرزم اوس له ځانه وېرېدلی
هغه وخت مي نورنصیب کړه ربه هرچاته چې زړه وم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.