
ارګ وایي د شربت ګلې د کور کرایه ورکوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶):د ولسمشر ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال د شربت ګلې په اړه د نشر شویو راپورنو په غبرګون کې ویلي چې د هغې د کور کرایه اوس هم دولت ورکوي.
نوموړي د شربت ګلې د کور څخه د برېښنا قطع کېدل او همداسي د کور د مالک له لوري د هغې د ایستلو ګواښ خبرونه رد نه کړه خو وې ویل چې شربت ګلې په خپله خوښه د ښار په منځ کې د کرايي کور خوښ کړی وو، او دولت یې د کرایه ورکولو ژمنه کړې وه چې همداسي کیږي.
باید وویل شي چې څو ورځي وړاندې داسي راپورونه خپاره شوي وه چې د شربت ګلې کور ته د برېښنا مزی د برېښنا ریاست له لوري د بیل نه اداکولو له وجې پرې شوی او همداسي یې د کور مالک د کرایه نه تر لاسه کېدو په وجه ګواښي چې کور دي خالي کړي.
د ارګ مرستیال ویاند وویل چې ولسمشر اشرف غني شربت ګلې ته د ښار څخه لیري نوي ښارګوټې کې د کور یوه کیلي ورکړې وه، خو شربت ګلې هغه کور نه وو خوښ کړی ځکه چې له ښاره لیري او اوسیدونکي په کښي کم دي.
پر ټولنیزو پاڼو د شربت ګلې مینه وال او نیژدې سرچیني وايي چې دولت یې د کور د کرایه ورکولو ژمنه کړې وه خو داسي برېښي چې د مالي فساد له امله له څو میاشتو راهیسي يې کرایه نه ده ورکړې ځکه د کور مالک هغه د کور په خالي کولو ګواښي، د کور برېښنا یې قطع شوی او میاشتني مصارف نه ورکول کیږي. دوی ویل چې د شربت ګلې پر سر ځان اتل معرفي کوونکی په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال هم د هغې تلیفون ته جواب نه ورکوي او نه یې پوښتنه کوي.