افغانستان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار کابل ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶): د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ امنیتي سلاکار «میک ماسټر» کابل ته رسیدلی او په ارګ کې د حنیف اتمر سره لیدلي دي.

که څه هم تر اوسه د امریکا نوي ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي نه ده اعلان کړې خو افغانستان ته په اوس وخت کې د ملي امنیت سلاکار سفر ته ځانګړی اهمیت ورکول کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیرې پنجشنبې په ورځ خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اتومي بم وروسته تر ټولو زورو بم (د ټولو بمونو مور) وکاروي، چې د امریکايي سرچینو او مبصرینو په حواله دا روسیې، چین او شمالي کوریا ته یو پیغام وو.

تر اوسه د امریکې د ملي امنیت سلاکار د سفر په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx