افغانستان

د اساسي قانون د څارونکي کمیسون مشر له دندې وشړل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶): د اساسي قانون د څارنې کمیسون مشر قاسم هاشمزی له دندې څخه شړل شوی دی.

د اساسي قانون د څارني کمیسون دنده لري چې په دولتي ادارو او چارواکو له لوري د اساسي قانون عملي کېدل وڅاري.

دغه کمیسون د کال ۱۳۹۴ د جدي په میاشت کې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني له لوري ایجاد شوی وو او د ولسي جرګې له لوري تایید شو.

کمیسون په خپل منځ کې د رایي اچوني له لاري قاسم هاشمزی د مشر په توګه انتخاب کړی وو.

ویل کیږي چې نوموړي څه موده مخکې د ولسي جرګې پر ځینو غړو تور پوري کړی وو چې د اساسي قانون خلاف کړني کوي چې له امله یې دیادې جرګې غړو هم د نوموړي په خلاف سخت غبرګون ښودلی وو.

باید وویل شي چې د جان کیري په لاس جوړ شوی ګډحکومت له اولي ورځې څخه د اساسي قانون خلاف بلل کیږي، او په دې وروستیو کې د ځینو قانون پوهانو، څېړونکو او ازادو بنسټونو له لوري داسي هم ویل شوي وه چې د افغانستان د اساسي قانون له یوې مادې پرته چې وايي کابل د افغانستان پایتخت دی، نوري ټولي مادې نقض شوي.

بشپړ راپور دلته ولولئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x