خبرونه

دي ګارډين: د کرزي او متحده ايالاتو اړيکې نورې هم په خړېدو دي

له لندنه خپريدونکې د ګارډين ورځپاڼې ليکوال ايما ګراهن ليکلي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او متحده ايالاتو تر منځ اړيکې ورځ تر بلې په خړېدو دي، ان تر دې چې کرزي په زغرده و ويل چې په افغانستان کې د مرموزوژنو او چاودنو تر شا د امريکا لاس دی. ليکوال زياتوي چې د کابل او واشنګټن اړيکې داسې حد ته رسيدلي چې تمه يې نه کيده، او اوس ویلی شو چې دغه اړيکې د دښمنۍ په لور روانې دي. اوړمه ورځ واشنګټن پوسټ هم د کرزي له خولې ليکلي و چې په افغانستان د پټو وژنو او چاودنو تر شا د امريکا لاس دی.

واشنګټن پوسټ د ولسمشرۍ ماڼۍ ځينو مسؤولینو له خولې ليکلي و چې کرزي يو لړ اسناد او شواهد تر لاسه کړي چې له مخې يې دا روښانه کيږي چې د دغو وژنو او پر عامو خلکو د چاودنو تر شا امريکا لاس دی. داسې اوازې هم خپرې دي چې واشنګټن د هغه حکومت پر خلاف پلانونه جوړوي چې دا دولس کاله يې په ميلياردو ډالر پرې مصرف کړي او د افغان ولس ژوند ورته هيڅ اهميت نلري.

واشنګټن پوسټ د ارګ د هغه مسؤول نوم نه دی ياد کړی چې د کرزي له خولې يې دا خبره ليکلې چې د دغو چاودنو تر شا د امريکا لاس دی او تر دې دمه کرزي هم د دغه خبرې نه دي رد کړي. بايد و ويل شي د متحده ايالاتو لخوا هم د کرزي په اړه ناوړه الفاظ کارول شوي دي.

په افغانستان کې د متحده ايالاتو يو پخواني سفیر ويلي چې د کرزي ذهني صحت د انديښنې وړ دی او بايد عقلي او عصبي ډاکتر ته د درملنې لپاره وښودل شي. ليکوال زياتوي چې کرزی ليونی نه دی، بلکې ډېر ښه روان دی او په سيميزه کچه ښه پالیسي لوبوي، دا بيله خبره ده چې کرزی نن سبا د نړيوالو اړيکو پر ځای افغان او سیميزې پاليسي ته ژمن ښکاري.

کرزی غواړي چې دغه امنيتي سند لاسليک کړي، خو د خپلو شرطونو په منلو؛ هغه دا چې امريکايان دې شپنيز عمليات ودروي، افغانان دې نه وژني او ټول بنديان دې را خوشې کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x