افغانستان

په جلال اباد کې د پولیسو پر ضد مظاهره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶): په جلال اباد ښار کې نن یو ملکي کس د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی چې له امله یې پاریدلو ولسي خلکو پر ضد لاریون وکړ او رینګ روډ یې د دوه ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلی وو.

لاریوون کوونکو ویل چې پولیس د غاصبینو سره لاس لري، او د چپرهار ولسوالۍ اړوند پولیس پوري يې تور پوري کړی چې ولسي وګړي ځوروي تر دې چې نن یې یو کس په مخامخ ډزو سره وواژه.

د راپورونو سره سم لاریون کوونکي نن ورځ د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د خالص بابا فامیلیو په سیمه کې په لاریون را وتلي وه او د پولیسو پر ضد یې شعارونه ورکول او د وژل شوي ملکي وګړي د حق غوښتنه یې کول.

د لاریون یوه مشر رسنیو ته ویلي چې د خاص فامیلیو اړوند په ساپي اباد سیمه کې شاوخوا ۴۰۰۰ کورونه اوسیږي چې د خپلو ځمکو قانوني اسناد لري خو د چپرهار ولسوالۍ پولیس یې د پیسو په خاطر ځوروي، چې نن هم راغلي وه او یو کس یې په ډزو وواژه.

د چپرهار ولسوالۍ امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې دغه ځمکې د چپرهار ولسوالۍ مربوط دي، خلکو په زور نیولي، ځکه دوی خلک مجبوره وي چې دغه ځمکې خوشي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x